پیشو میو میو کاوه. مومن لاس پرې تیر کړ. پیشو ځان ببر کړ او په خرهارې د ده له پښو سره تاو راتاو شوه. ده یې ګړنجونی د لیندې پر لاستې وخوځاوه، شرنګی یې شو، پیشو ورو میو میو وکړ.

زمري ورغږ کړل:

« پورته وګوره درغله»

مومن کاڼی په پسک کې کیښود او لینده یې کش ونیوله. په ونه کې د مرغۍ یوازې لکۍ ښکاریده. نوره په پاڼو کې پټه وه. د ونې بل ډډ ته  تاو شو. د مرغۍ زیړ بخونې سینې ته یې نښه سمه کړه او لینده یې ورخوشي کړه. ترپ ترپ ترپ شو. زیړه مرغۍ راولویده. هلک مرغۍ راواړوله. خوله یې خلاصه خلاصه کیده. زمري په وارخطایي ور ناره کړه:

  • هله چاقو پرې تیروه چې مرداریږي
  • چاقو راسره نه شته
  • الله اکبر دې هم هیر شو، اخ مرداره شوه

مرغۍ خوله خلاصه خلاصه کړه او له حرکته پاتې شوه. زمري پر مرغۍ لاس تیر کړ:

  • څرنګه ښې زیړې بڼې لري

مومن مرغۍ په پښه ټیله کړه او له زمري سره جومات ته تیر شو. زمري ملا ته وویل:

  • له مومنه مرغۍ داسې مرداره شوه

ملا چې له تسبو سره یې شونډې خوځیدې ورته وویل:

  • د ښکار مرغۍ نه مرداریږي.

دوی بیرته راووتل چې مرغۍ راواخلي. هغه نه وه بڼې یې پرتې وې او پیشو د دیوال پر سر ژبه څټله. زمري لینده ورته راکش کړه د پیشو کریغه شوه او د دیوال شاته ولویده.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *