په نمجنو شاړو پټیو کې څلور پنځه زړې خېمې ولاړې وې، له څو ورځو اورښت وروسته روڼ لمر لګېدلی و، د يوې خيمې مخې ته په پوله دوه ځوانان ناست وو، لاسونه یې د سترګو د پاسه داسې نیولي وو، چې په سیوري سره یې له سترګو څخه د لمر د وړانګو مخه ونیسي.
سلام مې ور واچاوه، له ځواب سره سم دواړه راپاڅېدل، مخې ته راغلل، ستړي مشي مو سره وکړه، له ما سره په کتابچه، کمره او ریکارډر یې سترګې ولګېدې، یوه یې وویل:
ــ لکه چې د مرستې په خاطر د غريبو خلکو نومونه ليکې؟
ومې ویل:
ــ نه، د مرستې په خاطر نه يم راغلی!
له رنګه د تور ځوان تندی تريو شو:
ــ دې وطن ته خو د دنيا مرستې لاغلې، خو موږ ته خدايکه خاشه هم را رسېدلې وي، څو ورځې مخکې هم دوه تنه راغلي وو، فورمې یې ډکې کړې، ویل یې درېیمه ورځ به تاسې ته مرسته راوړو، خو تر اوسه يې درک نه شته.
مخامخ خېمې ته مې سترګې ور واړولې د خېمې په منځ کې یوه مېرمن ولاړه وه، په زانګو کې یې ماشوم زنګاوه، بېرته مې ځوانانو ته وکتل:
ــ کېدای شي چې د ژوند د ستونزو په اړه مو یوڅه راته ووایئ؟
یوه یې تر لاس ونیولم، د خېمو په خوا یې روان کړم، راته ویې ویل:
ــ دلته پنځه کورونه ژوند کوو، په دغو ټولو کې موږ دوه تنه نارینه پاتې یو، دوه کورونه کونډې او یتیمان دی، د یو بل کور نارینه د پنځو میاشتو راهیسې بندي دی.
خېمې ته ور ننوتم، مېرمنې په ولاړو ماشوم زنګاوه، سړی ورنږدې شو، له زانګو څخه یې ماشوم را پورته کړ، د ماشوم تورې غټې سترګې د هغه په ژېړ مخ کې ځلېدلې، لاسونه او پښې یې ښکته ځوړند وو، سړي وویل:
ــ څه فکر کوې؟ دا کوچينۍ به څو کلن وي؟
_ يو کال، يا تر دې يو څه ډېر.
سړي ترخه موسکا وکړه، زما ترڅنګ ولاړ ماشوم ته یې اشاره وکړه، ویې ویل:
ــ دا د دې بل ماشوم همزولی دی، یوه میاشت یې آته کلنۍ ته پاتې ده، له زېږېدو را هيسته په زانګو کې پروت دی، لاسونه او پښې یې حرکت نه کوي، له شیدو پرته بل څه نه شي خوړلای.
د ځوان په خبره کې ور ولوېدم:
ــ څه ناروغۍ لري؟ ډاکترانو ته مو ښودلی کنه؟
ښځې ټکری پر سر راکش کړ، په ژړغوني آواز یې وویل:
ــ وئ ډاکټر صیب! د هېڅ دوا کمی مو نه دی کړی، نه د ژوند کېږي او نه د مرګ.
سړي وویل: په موږ کې ډاکټر نشته، کلینیک ته مو یو ځل بېولی و، خو ګټه یې ونه کړه، خپله مو هم چې کومې وطني دواوي زده دي ورباندې کړې مو دي.
د هلک ژړا مې واورېده، مخ مې ور واړاوه، په زانګو کې یې ځان پورته پورته اچاوه، ښځه ور نږدې شوه د شیدو پاکټ یې په خوله کې ور ونیو، ماشوم بېرته غلی شو.
له خېمې را ووتو، سړي وویل:
ــ د ماشومانو دوا څه چې د لویانو دوا مو هم ورکړې خو کومه ګټه یې نه ده ورته کړې. درې میاشتې مخکې یې مور سخته ناروغه شوه، ډاکټر ته لاړو، معاینات مو وکړل یوه خلته دوا یې ورکړه، ډېره قوي دوا وه، په دریو ورځو کې یې رکه روغه کړه، له هغې پاتې شوې دوا مو ماشوم ته هم ورکړه، خو بې ګټې وه.
ورته ومې ویل:
ــ په خپل سره دوا مه ورکوئ، چې ناروغي به يې نوره هم ډېره کړي.
سړي وویل:
ــ څه وکړو، ډاکټر ته تلل هم پیسې غواړي، په مفته خو دوا نه ورکوي.
په تلو تلو کې مې له سړي وپوښتل:
ــ څه کار و بار کوﺉ؟
سړي په غوړو څڼو کې لاس تېر کړ:
ــ کار مار نشته، که لمر وي خو ښه، یو سات بېرون او یو سات په خیمه کې ورځ راباندې تېره شي، کنه نو د ژمې لنډې، لنډې ورځې هم راباندې کال شي.
پښه مې ونیوله، سړي ته مې مخ ور واړاوه، ورته ومې ویل:
ــ نو چې کار نه کوی، څه خوری؟
سړي وویل:
ــ ښځې مو بنګړي خرڅوي، ښې دي، دومره را ګټي چې وچه ډوډۍ ورباندې واخلو.
پای