فریدالله منګل

 لیکوال: عبدالکلام –  

له نورو سره مرسته باید داسې بڼه وي چې تاسو یې په بدل کې له مقابل لوري څخه په هېڅ هېله ونلرئ. ځینې خلک د ډیر نرم زړونو خاوندان دي او دا خوښوي چې له نورو سره مرسته وکړي، خو دوی یې د ضرورت په وخت کې بیا هیله لري. دا په حقیقت کې رښتینی مرسته کونکی نشو بللی. د مرستې وروسته باید د طمعې سره اړیکه پرې شي. که خپلو پخوانیو تجربو ته یو ځل په دقت سره وګورو او له ځانه داسې وپوښتو: ایا په تیر شوي وخت کې داسې یو څوک شتون لري چې راسره یې مرسته کړي وي؟ شاید دا درک کړو چې مختلفو خلکو درسره کومک کړی لکه: مور او پلار، دوستانو، ښونکي، هم صنفیانو، پروفیسور، او داسې نور ډیر خلک شته چې راسره یې په مختلفو بڼو مرسته کړې. د بیلګې په توګه، که د چا خبرو تاسو نېکو کړنو ته هڅولي یاست، په حقیقت کې دوی تا سره مرسته کړې. تاسو ته په کار ده د هغو ټولو خلکو چې تا سره یې په مستقیمه توګه یا غیر مستقیمه توګه مرسته کړې مننه وکړئ. خو د ګڼو محدودیتونو او بوختیاوې له امله موږ ته ډیره کمه دا موقع په لاس راځي تر څو د هغه خلکو سره مرسته وکړو، چا چې د ماشومتوب راهیسې راسره مرسته کړې.

له بده مرغه، ډیر داسې خلک شته څوک چې په دې باور دي چې د دوی ژوند بدمرغه یا کم بخته دي. دوی په دې اند دي چې ګواکي دوی د یو چا سره د ملاقات کولو لپاره هیڅ وخت نلري، یا دوی د ژوند د تیرولو لپاره ډیر زیار باسي، او یا یې دنده د لاسه ورکړې، نو له دې امله دوی د یو چا سره د مرستې زړه نه ښه کوي. که چیرې په واقعي ډول د نورو سره د مرستې نیت ولرو، نو په مختلفو بڼو یې کولای شو. نو ستاسو د مرستي څخه باید کومه بله توقع مراد نه وي. ژوند د هغه دریاب په څیر دی کوم چې په دوراني ډول بهیږي، هر څومره چې د نورو سره مرسته کوئ همدومره نیکمرغۍ تاسو ته راځي.

که تاسو کوم مادي اجناس چاته په قرض ورکړئ لکه پیسې، نو تاسو یې ضرور د بیرته اخیستلو امید لری. داسې مرسته لکه مشوره ورکول، لارښونه کول، او یا څوک تشویقول تر هغو نورو مادي مرستو ډیر ارزښت لري. داسې کومک چې هغه مادي بڼه ونلري اصل کې داسې مرسته نده چې ته به یې راتلونکي کې ګټه تر لاسه کړې. یو ځل بیا باید یادونه وشي چې مرسته باید په کامل ډول بې طمعې وي.

 د سان فریسکو په هوايې ډګر کې د جان په نامه د يو شخص سره مخامخ شوم، هغه د وظيفې په موندلو کې ناهيلې ښکاريدو، ماته يې وويل، چې د څلورو مياشتو راهيسې د وظيفی په موندلو پسې سرګردانه ګرځم خو هيڅ په لاس نه راځي. ما ورسره تقريبآ ديرش دقيقي تيرې کړې، د تللو په وخت مې د يو دوه شرکتونو په اړه چې ما پيژندل مشوره ورکړه، هغه ددې مباحثې څخه وروسته ډير خوښ ښکاريدو. ما د زیاتې بيړې له امله هغه ته زما د تجارت کارت هم ور نه کړ تر څو راتلونکي کې بيا اړيکه ونيسو. خو يو څو اونۍ وروسته مې جان په يو بل ښار کې ولېد، دنده یې په هماغه شرکتونو کې موندلې وه کوم چې ورته ما ښودلي وو، بيا يې زه د ډوډۍ لپاره دعوت کړم، خو ما ورته وويل: ما درسره د کومې موخې او بدل لپاره مرسته نده کړې او نه هېڅ توقع راتلونکي کې در څخه لرم. يواځينۍ هيله مې دا ده چې د محتاجو خلکو سره مرسته وکړې. هغه کلکه وعده وکړه چې خپله مرسته به د اړو کسانو څخه هېڅ وخت نه دريغوي.

که هر فرد د خپلې کلنۍ ګټې څخه یواځې ۰،۲۵ سلنه خیریه موسسو ته اهداء کړي، د پنځوسو کالونو څخه په کمه موده کې به بېوزلي په نړۍ کې په بشپړ توګه له منځه لاړه شي. یواځې ۰،۲۵ سلنه ورکړه به ستاسو په اقتصادي حالت هېڅ ډول اغیز ونلري، د بیلګې په توګه، که تاسو په یو کال کې ۱۰۰،۰۰۰ ګټه کوی، ددې څخه یواځې ۲۵۰ سلنه خیریه موسسو ته په ورکړه به تاسو ټولنې ته نېک کار تر سره کړی وي. د پیسو ورهخوا که یو چاته مشوره ورکړئ، تشویق یې کړئ، یا روزنه ورکړئ، او یا هم د یو چا سره د دندې په موندلو کې مرسته وکړئ، او یا بل داسې کړنه چې د نورو سره د ژوند په ښکیدا کې موثر تمامیږي مرسته بلل کیږي. 

د نورو سره داسې مرسته چې په مقابل کې یې هیڅ ډول توقع ونلرو تر ټولو ښه احساس دی. که تاسو د یو چا سره د خپل توان متابق مرسته وکړئ، نو فکر وکړئ چې څه به پېښ شي؟ په یاد ولرئ چې راتلونکي کې به تاسو سره ضرور په یوه بڼه مرسته کیږي. 

موږ نیکمرغه یو چې په نړۍ کې داسې خلک هم لرو چې خپله شتمني دې خیریه بنسټونو څخه جاروي. د بیلګې په توګه: وارن بفټ، په نړۍ کې پنځم شتمن شخص دی، د خپلې شتمنۍ څخه زیاته برخه د کيټ بنسټ ته ورکوي. په همدې ډول بیل ګیټ، خپله زیاته سلنه شتمني خپل روغتیايې بنسټ کې مصرفوي، او ټول وخت په همدې روغتیايې بیسټ کې تیروي، تر څو پکې نور نوښت راوالي. ددې بنسټ فعالیتونه اوس په نړیواله کچه شهرت لري او ټولې نړۍ ته په صحي بخش کې خدامات وړاندې کوي.

مادر تیرسه، خپل ټول ژوند دې ته وقف کړی تر څو په کلکاته کې د خلکو سره مرسته وکړي. په همدې ډول نور ډیر خلک شته چې خپله شتمني یې یواځې د بې وزلو سره مرستې ته وقف کړې.

د ټولنې سره ددې لویې مرسته له امله به دا وګړي په پیړیو پیړیو ستایل کیږي. 

د یو چا څخه د خپلې مرستې په بدل کې هېڅ ډول توقع مه کوئ. یواځنۍ هیله چې باید تاسو یې ولرئ دا ده چې د دوي څخه وغواړئ تر څو د نورو سره په همدې ډول مرسته وکړي. په دې نړۍ کې تر ځان پالونکي (خود خوا) شخص بل ناوړه شی نشته. د نورو سره مرسته کول انسان ته ښه احساس وربخښي.

One thought on “مرسته کول/ ژباړه: فریدالله منګل”
  1. بلی، مرسته محضا لله،دا ډول مرسته د خالق متعال په وړاندی ډیره ارزښتناکه او اجر یی څو چنده الله رب العزت ورکوی. رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی : خیر الناس من ینفع الناس، ښه د خلکو هغه دی چی نورو ته ګټه ورسوی او قرآنکریم فرمایی: تعاونوا علی البر والتقوی …، په ښو کارونو کی د نورو سره مرسته کوی
    همدا بلا عوض مرسته محضا لله تر ټولو ، احسن مرسته ده چه الله رب العزت یی په دنیا او هم آخرت کی څو چنده اجر ورکوی ،نو موږ او زموږ مشران باید دا ډول مرسته پخپل ژوند کی ژوندی او عملی کړو .
    همدا ډول مرسته کولی شی چی په حکومت او ټولنه کی فساد او رشوت ختم کړی خو چی دا کریمانه اخلاق را ژوندی شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *