خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۵-۸-۱۲
کندهار، افغانستان- مرستيال والي عبدالعلي شمسي نن سهار په امنيتي غونډه کي ملي امنيت او امنيه قومندانۍ ته امر وکړ چي په ښار کي د اختطافونو د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي او خلکو ته د تلاښيو د اصولو په اړه پوهاوی ورکړي.
امنيتي غونډه په ولايت مقام کي جوړه سوې وه چي د مرستيال والي تر څنګ د امنيتي ادارو مسئولينو او استازو ګډون پکي کړی وو.
مرستيال والي عبدالعلي شمسي وويل چي پرون د ښار ځينو اوسېدونکو د اختطافونو پر ضد لاريون کړی وو او ويل يې چي د نامعلومو کسانو له خوا يې د کورنيو غړي بېول سوي او لادرکه سوي دي. هغه زياته کړه چي ملي امنيت رياست او امنيه قومنداني دي د لادرکه سوو کسانو په اړه پلټني وکړي، د اختطافونو د مخنيوي لپاره دي ګډ کار وکړي او خلکو ته دي پوهاوی ورکړي چي امنيتي ادارو ته د کومو شرايطو په صورت کي د تلاښۍ اجازه ورکړي.
هغه زياته کړه: ملي امنيت او امنيه قومنداني دي د صنفي اتحاديو له مسئولينو سره يوه ناسته جوړه کړي، هغوی ته دي د تلاښيو په اړه پوهاوی ورکړي او هغوی دي وهڅوي چي د خپلو اړوندو سيمو اوسېدونکو ته دغه معلومات ورسوي. داراز دي د اتحاديو مسئولينو ته د حوزو د آمرينو ځانګړي شمېرې د دې لپاره ورکړي چي کله کوم کس د يو چا له خوا بېول کيږي، نو د سيمي اوسېدونکي يا د اتحاديو مسئولين دي سمدستي د مربوطه امنيتي حوزې آمر ته ټليفون کوي.
ښاغلي شمسي داراز امنيه قومندانۍ ته امر وکړ چي له زرګرانو څخه د غلا موضوع جدي وڅېړي او د عاملينو د نيولو لپاره دي کوټلي ګامونه واخلي. بل خوا نوموړي وويل چي ولسمشر د کندهار-روزګان د سړک جوړېدلو منظوري ورکړې او ډېر ژر به يې د تخنيکي سروې چاري پيل سي او پرون کندهار والي د ښارسازۍ له وزير سره پر دې موضوع بحث کړی دی. په غونډه کي د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې پر جوړېدو او د هغوی په وړاندي د تاوتريخوالي د عاملينو پر دوسيو څېړلو بحث وسو.
د ملي امنيت رياست مرستيال وويل چي درې ورځي مخکي يې ۱۰۳ ډوله درنې او سپکي وسلې چي په تېرو ۵ مياشتو کي يې د بېلابيلو عملياتو په ترڅ کي لاسته راوړي وې، ډاياګ پروګرام ته وسپارلې. هغه زياته کړه چي د ترهګرو د جلب او جذب مسئول يې نيولی، يو بل ترهګر چي څه وخت مخکي يې په ډنډ چوک کي يو پوليس په شهادت رسولی وو، نيولی او د زابل د ترهګرو د نظامي کمېسيون يو غړی يې هم نيولی دی. هغه زياته کړه چي ۱۳ نور ترهګر يې نيولي چي د دغو په اړه به بشپړ معلومات وروسته رسنيو ته وړاندي کړي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قومندان وويل چي وړمه ورځ يې په غورک ولسوالۍ کي ۲۲ ترهګر وژلي دي او ترهګرو ته يې سخته ماته ورکړې ده.
د امنيه قومندانۍ استازي وويل چي د تېري اوونۍ په ترڅ کي يې يو ځانمرګی نيولی او بل يې وژلی دی او ۲ نور ترهګر يې نيولي دي. هغه زياته کړه چي ۵ موټرسايکلونه، ۷ ماينونه، ۵۰۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۴ لاسي بمونه، ۲۵ د ماين پټاکۍ، يو کلاشينکوف، ۸ د راکټ مرمۍ، ۱۲ د کلاشينکوف شاجورونه، يوه مخابره، ۱۲ موبايلونه، ۷ سيمکارډونه او ۲۰ د موبايل بټرۍ نيولي دي. د امنيه قومندانۍ استازي وويل چي ۷ کسان يې د غلا په تور نيولي، ۶۵۰ ګرامه هيرويين او يو تورن کس يې نيولی دی او ۵ معتادين يې د تداوۍ مرکز ته معرفي کړي دي. هغه زياته کړه چي څه کم ۳ ميليونه افغانۍ د پاسپورټ او څه باندي ۴ لکه افغانۍ د ټرافيکو مديريت عوايد يې افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.
د نظم عامې قومندان وويل چي تېره اوونۍ يې ۵ ترهګر وژلي او ۳ ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي.