خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۲-۹

کندهار، افغانستان- د ولايت مقام مرستيال د امنيتي ځواکونو د سرښندنو او قربانيو ستاينه وکړه او دوی ته يې د لاموفقيت هيله وښوده.

د نن سهار په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي په مشرۍ جوړه سوې وه، د ملي امنيت رئيس جنرال عيسی محمد، د دريمي لوا قومندان جنرال مرتضی خان، د ولايتي شورا غړي عطاء الله عطاء او د افغان ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د امنيتي ځواکونو د سرښندنو او هلوځلو ستاينه وکړه او دوی ته يې د لا موفقيت هيله وښوده. نوموړي وويل د افغانستان وسله وال مخالفين غواړي زموږ بېګناه افغانان د خپلو شومو اهدافو ښکار وګرځوي او هره ورځ پلانونه جوړوي چي په کندهار کي وسله وال بريدونه وکړي، خو امنيتي سرتېري شپه و ورځ مصروف دي، تر څو د خلکو ژوند وژغوري.

نوموړي وويل د امنيتي ځواکونو لاسته راوړني او د وسله والو مخالفینو پلانونه له خنډ او ځنډ سره مخ کول د دې شاهدي ورکوي چي امنيتي ځواکونه پياوړي سوي او د خلکو همکاري هم ورسره زياته سوې ده. هغه زياته کړه مخکي تر دې چي دښمن پر افغانانو وسله وال بريدونه وکړي، بايد امنيتي ځواکونه دښمن تر بريد لاندي راولي.

ښاغلي شمسي د کندهار د عامي روغتيا پر رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا ناځوانمردانه بريد په سختو ټکو وغانده او ويې ويل چي پخلا شپه و ورځ د خپلو هيوادوالو د ژوند ژغورلو په چارو کي مصروف دی، خو وسله والو مخالفينو په بې رحمۍ ټپي کړ. نوموړي د عامي روغتيا رئيس ته د عاجلي شفاء غوښتنه وکړه.

له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس ګل محمد شکران غونډي ته د ترياکو د له منځه وړلو د کمپاين په اړه هر اړخيز معلومات وړاندي کړل او ويې ويل په يو شمېر سيمو کي يې هغه برمې چي وسله والو مخالفينو د ترياکو د کښت لپاره کار ورڅخه اخيست او د هغوی قرارګاوي وې، له منځه وړي او وسله وال يې تېښتي ته مجبور کړي دي.

د ملي امنيت منسوبينو خبر ورکړ چي تېره اوونۍ يې ۳ وسله وال ترهګر نيولي او داراز يې ۱۵ نور ترهګر نيولي چي دامهال يې قضيې تر څېړني لاندي دي. د دوی په وينا چي د يو شمېر وسلو د نيولو تر څنګ يې ۲۲ بېلابېل ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

د امنيه قومندانۍ مسوولينو خبر ورکړ چي تېره اوونۍ يې ۵ وسله وال مخالفين وژلي او ۳ نور يې ټپيان کړي دي. د دوی په وينا تېره اوونۍ يې ۲۴ ماينونه�� ۴۰ کيلو باروت، ۱۰ متره ثانيه سوز لاين، ۷۴ د هوان مرمۍ، ۲۷ د توپ مرمۍ، ۴۰۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او ۱۹ کيلو هيرويين نيولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *