مرستيال والي د «ټاپي» په اړه په جوړ سوي کنفرانس کي ګډون وکړ
خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۶-۴-;۱۵
کندهار، افغانستان- د کندهار ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب د کندهار په استازيتوب په کابل کي د معادن او پټروليم وزارت له خوا د «ټاپي» پروژې په هکله په جوړ سوي کنفرانس کي ګډون وکړ.
دغه کنفرانس د افغانستان او سيمي په اقتصادي پرمختګ کي د ټاپي پروژې د اغېز په موخه جوړ سوی وو چي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکي ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل، سفيرانو، د بېلابيلو ولاياتو مرستيالانو او لوړرتبه چارواکو ګډون کړی وو.
ښاغلي منيب د ټاپي پروژې د هرکلي تر څنګ د امنيت او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل چي د کندهار خلک د پروژې تطبيق ته ډېر لېوال دي. نوموړي غوښتنه وکړه چي په پروژه کي دي د سيمي خلک استخدام کړل سي، څو له يوې خوا خلکو ته کاري فرصتونه برابر سي او له بلي خوا امنيت تامين سي. هغه زياته کړه چي دا پروژه مستقيماً پر کاري فرصتونو، امنيت، حکومتدارۍ او اقتصاد مثبت اغېز لري.
ټاپي پروژه په سیمه کي افغانستان په اقتصادي مرکز بدلوي او دا د افغانستان لپاره يو لوی پرمختګ دی. د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د طبيعي ګازو د نلليکي پروژه (ټاپي) له کاله ۳۳ ميليارډه متر مکعب ګاز د ۱۸۱۴ کيلومتره اوږدې نلليکي له لاري افغانستان، پاکستان او هندوستان ته صادروي.
په ټاپي کي ترکمنستان د رهبر په توګه ۸۵ فيصده ونډه لري او پاته ۱۵ فيصده برخه په مساوي توګه د افغانستان، پاکستان او هندوستان تر منځ وېشل سوې ده. د سلګونه ميليونه ډالرو عوايدو او زرګونه کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره ټاپي د هيواد په اقتصادي پرمختګ کي اغېزناک رول لري او ټاپي د نورو پروژو لکه برېښنا، رېل پټلۍ او تولیدي فابریکو د ايجاد لپاره هم زمینه مساعدوي او د دې تر څنګ د جنوبي او شمالي آسیا تر منځ ټرانزيټ ته لار هواروي چي افغانستان به د یو عبوري موقعیت په حیث په نړیواله توګه مطرح سي.
ځوانان هم باید د سولی په تامین کی خپل مسؤلیتونه وپیژنی
د سولی تامین او د جګړی د پای ته رسولو په چارو کی که د هیواد ټول ځوانان د مخالفینو په پخلاینه کی د سولی شورا ګانو سره ګډ کار وکړی زه باور لرم چی ژر به زموږ جګړه ځپلی هیوادوال د تپل سوی جګړی له ناخوالو څخه خلاص او د ارامی ساه وباسی .
دغه خبره د کندهار د سولی ولایتی کمیټی رئیس حاجی شیر احمد خان حقیار د مدنی ټولنو د مشرانو او ښوونکو سره په هغه غونډه کی وکړه کوم چی د سرطان میاشتی پر ۱۴ نیټه د ده د کار په دفتر کی جوړه سوی وه .
وروسته له هغه چی د قران عظیم الشان څو مبارک ایاتونه تلاوت سول د سولی شورا رئیس لومړی راغلو ځوانانو او ښوونکو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یی کړه تاسو پوهیږی چی نن ورځ سوله او امنیت د افغان ولس لومړنی اړتیا او غوښتنه ده دا ځکه دغی اوږدی او لعنتی جګړی زموږ هیوادوال له ځانی او مالی زیانونو سره مخامخ کړی دی ، همدا اوس چی موږ د خپلو هیوادوالو د ژغورلو په خاطر د سولی او پخلاینی د تامین لپاره کار پیل کړی خو موږ هغه وخت پرمختګ کولای سو چی ستاسو په شان د هیواد ځوان قشر زموږ ملاتړ وکړی د سولی او پخلاینی په هڅو کی پوره همکاری راسره وکړی دا ځکه د دولت مخالف کسان هم له جګړی څخه ستړی سوی او په دی پوهیږی چی جګړه او مخالفت کول د حل لاره نه ده بلکی د حل ښه لاره خبری او تفاهم په لاره اچول دی ، نو موږ د هر هیوادوال څخه د سولی په پروسه کی د برخی اخیستنی غوښتنه کو تر څو د جګړی پرځای سوله او امنیت رامنځته سی .
وروسته د لوی کندهار د ځوانانو د پرمختګ مدنی ټولنی مشر عبدالحد افغان ، حاجی محمد داود او ښوونکی محمد الدین په وار سره لومړی د سولی ولایتی کمیټی رئیس ته د نوی دندی مبارکی وویل او هم یی د سولی ګټی او ارزښتونه بیان کړل ، هغوی جګړه د بشریت زیان وباله او زیاته یی کړه موږ د تپل سوی جګړی زیانونه په خپلو سترګو لیدلی داسی کورنی به نه وی چی د خپلی کورنی غړی یی د دغی جګړی له امله د لاسه نه وی ورکړی او هری کورنی ددغی جګړی زهر څښلی دی ، هغوی پر ټولو افغانانو ، قومی مشرانو ، دینی عالمانو ، د دولت پر چارواکو ، ښځو او ځوانانو باندی ږغ وکړ چی د سولی او پخلاینی د تامین لپاره د ملی یووالی پر روحی سره کار وکړی دغه راز له ناراضه وطنوالو څخه هم هیله کوو چی نور د افغانانو د بربادونکی جګړی څخه لاس واخلی ، د تفاهم ، خبرو او پخلاینی لاره خپله کړی تر څو د جګړی ځای سوله او وروی ونیسی .
کندهار والي: په ادارو کي مثبت تغيرات راولم
نېټه: ١٣٩۶-۴-۱۴
کندهار، افغانستان- د ولايتي شورا رئيس او د شورا غړو نن سهار له کندهار والي زلمي ويسا سره وليدل او د ځينو ادارو موجوده ستونزي يې ورسره شريکي کړې.
د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل چي د شورا يو پلاوی به مرکز ته ولېږي څو د دې ولايت د بودجې ستونزي له مرکز سره شريکي او د هواري لپاره لازم اقدامات وکړي. هغه زياته کړه چي په عدلي او قضايي ادارو او د قراردادونو په داوطلبۍ کي فساد سته چي بايد د ختمولو لپاره يې ولايت مقام کوټلي ګامونه واخلي.
کندهار والي زلمي ويسا د ولايتي شورا د راتګ هرکلی وکړ او ويې ويل چي په کندهار کي به ولس ته د مصرفېدونکي بودجې د يوې-یوې روپۍ حساب ورکړي او په پروژو کي به د فساد د مخنيوي لپاره ډيري هلي ځلي وکړي. نوموړي ټينګار وکړ چي په ادارو کي په بشپړ ډول د فساد ختمول د سيسټم په جوړولو سره کېدای سي چي متاسفانه تر اوسه سيسټم ته کار نه دی سوی.
نوموړي وويل: ژمنه کوم چي په ادارو کي مثبت تغيرات راولم، د ولسواليو پر تشکيلاتو به کار وکړم او ولسواليو ته به سفرونه وکړم.
په کندهار کي د ماين پاکۍ نوې پروژه پيليږي
نېټه: ١٣٩۶-۴-۱۲
کندهار، افغانستان- هيلو ټرسټ موسسه په کندهار کي «د ماين پاکۍ بشردوستانه پروژې» په نوم يوه نوې پروژه پيلوي چي د ماين پاکۍ تر څنګ به لسګونه کليوالو ته کاري زمينه برابره سي.
د يادي پروژې مسئول ډاکټر نصير او ورسره همکارانو نن سهار د ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل.
ښاغلي ډاکټر نصير وويل چي د ماين پاکۍ په دې پروژه کي ۲۸۰۰ کسان کار کوي، د دوی دنده دا ده چي زاړه ماينونه او مهمات پاک او له منځه يوسي. لس ورځي وروسته پلان لرو چي دا پروژه عملاً د کندهار په ډنډ، دامان او ارغنداب ولسواليو کي پيل کړو چي له يوې خوا به زاړه ماينونه پاک سي او له بلي خوا به لسګونه کسانو ته کاري زمينه برابره سي. هغه زياته کړه دا ۶ مياشتنۍ پروژه ده چي ښايي نوره هم تمديد سي.
د ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب پر همږغۍ د ټينګار تر څنګ وويل چي په دې پروژه کي دي د روابطو پر ځای د ضوابطو له مخي سيمه ييز خلک وګمارل سي. نوموړي پر شفافيت او د خلکو پر روزني ټينګار وکړ او ويې ويل چي د دې پروژې له تطبيق سره به نه يوازي زاړه ماينونه له منځه يووړل سي، بلکي د ځوانانو استخدام مستقيماً پر امنيت او حکومتولۍ تاثير کوي.
ښاغلي منيب هيله وښوده چي دا پروګرام دي نورو ولسواليو ته هم وغځول سي، څو د خلکو ژوند خوندي سي او ځوانانو ته کاري فرصتونه په لاس ورسي.