خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۵-۸-۱۰
کندهار، افغانستان- د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي نن سهار په دامان ولسوالي کي د ۴ کيلومتره سړک د جوړېدو د بنسټ ډبره کښېښوده.
په دې مراسمو کي رئيسانو، د دامان ولسوال او د سيمي ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو. ښاغلي شمسي وويل چي دغه ۴ کيلومتره سړک به د ۵ مياشتو په اوږدو کي د کليو پراختيا رياست له خوا د ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ سي. دغه سړک ۷ متره عرض لري او يوه خصوصي ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکول سوی دی.
مرستيال والي وويل چي د دې سړک جوړېدل به د سيمي د اوسېدونکو لپاره د نورو اسانتياوو تر څنګ د تازه مېوو او د ناروغانو د انتقال لپاره ډېر ګټور تمام سي. هغه زیاته کړه چي ډېری وختونه د ليري پرتو سيمو اوسېدونکي د خرابو لارو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
ښاغلي شمسي وويل چي که د هري ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومت سره همکاري وکړي او ترهګرو ته پخپلو سيمو کي ځای ورنه کړي، نو تل به په هغو سيمو کي دغه ډول پرمختيايي پروژې پلي کيږي او خلکو ته به د کاري زمينې تر څنګ نوري اسانتياوي رامنځته کيږي.