خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۵-۴-۲۸
کندهار، افغانستان- د کندهار ولایت مقام مرستیال عبدالعلي شمسي نن د اداري غونډې په نوبتي ناسته کي وویل چي مرکز له ملي بوديجې څخه کندهار ښاروالۍ ته ۵ لکه ډالر جايزه ورکړه.
هغه زياته کړه دا جايزه کندهار ښاروالۍ ته له دې امله ورکول سوې ده چي دغه رياست تېر کال د هيواد په کچه زیات عوايد لاسته راوړي دي. نوموړي د کندهار اوسېدونکو ته د دې لاسته راوړني مبارکي وويله او زياته يې کړه چي دا جايزه په عمومي ډول د عوايدو د ډېرولو له امله خو ضمناً د ښو خدمتونو د وړاندي کولو او د شفافيت د رامنځته کولو په هدف ورکول سوه چي ډېر ژر به دغه بودجه د کندهار پر يو لړ مهمو پروژو ولګول سي.
ښاغلي شمسي داراز وويل چي دولتي ارګانونه دي د مرستندیوه ادارو بودیجه تر خپلمنځي مشورو وروسته پر ټاکل سويو پروژو مصرف کړي. ښاغلي شمسي د اختر په شپو کي د ټولو ادارو له ښه کاکردګۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل: ټولې دولتي ادارې دي د خپلو مامورینو حاضري په جدي ډول وڅاري، که په هره اداره کي کوم مامور تر رخصتۍ وروسته دندې ته حاضر نه سي، مسؤلیت یې د ادارې د مشر پر غاړه دی. نوموړي وویل: د ادارو مسولین دي په خپلو چارو کي شفافیت ته جدي توجو وکړي، ځکه فساد نور د زغملو نه دی. د ملي پیوستون پروژې په مجموع کي په ښه ډول پر مخ ځي، خو په دې وروستیو کي په دې اړه ولایت مقام ته یو شمېر شکایتونه راغلی چي موږ به یې تعقیب کړو.
د اداري مجلس غونډې ته د ښاروالۍ ریاست مرستیال محمد نسیم رضايي وویل: د ښاروالۍ ریاست دا مهال پر ۱۴پروژو کار پیل کړی دی چي په دې کي د احمد شاهي جادې رغونه د کندهار ښار لپاره تر ټولو مهمه پروژه ده. پر دې سربېره ښاروالۍ د ښار په بېلا-بېلو واټونو کي ټرافیکي اشارې لګولې دي، د بای پاس سړک د رغېدو چارې روانې دي،د کوټ بابا د سړک کار پرانیسته سوې او د جمهوریت چوک لمریزې برېښنا کار به هم ژر پیل سي چي په دې سره به یاد چوک ډېر ښکلی سي.نوموړي وویل: له دې پروژو پرته مو شاوخوا لس پروژې اعلان ته ورکړي دي چي مرحله پر مرحله به یې کارونه مخته ولاړ سي.
د برېښنا رئیس وویل: د کجکي په بند کي د درېیم توربین د نصبولو چارې روانې دي او په دې سره به ۱۸میګاواټه برق نور هم ډېر سي. خو ده وویل چي د برېښنا د لېږد مزې ګڼې ستونزې لري او وخت پر وخت مشکلات جوړوي، موږ د برېښنا له شرکت څخه غوښتنه کړې ده چي د توربین د نصبولو ترڅنګ دي د برېښنا د لېږد مزي هم په اساسي ډول جوړ سي. د سولر انرژې په اړه یې وویل چي مقدماتي کارونه یې ترسره سوي خو کومه مرستندویه ادره چي په دې برخه کي مرسته کوي، تر اوسه یې عملي چارې نه دي پیل کړې او ممکن په دوو میاشتو کي خپل پلاوی راولېږي.
د روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر احمد الله فیضي د خپلو کارونو په اړه وویل چي موږ په درو میاشتو کي شاوخوا ۶۰۰۰زره د سراپا مرض ناروغان تداوي کړي، ۱۲۸۹۱ماشومانو ته مو د شري واکسین ورکړی او وخت پر وخت مو د پولیو په وړاندي په ټول کندهار کي واکسین تطبیق کړی دی. همداراز ۱۳ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي له منځه وړل سوي او ۱۳قلمه د کوالټې کنټرول خوراکي توکي مو کابل ته لېږلي چي نتېجي یې مثبتې وې. د روغتیا ریاست له خوا ۱۰۶۰۰۰۰افغانیو په ارزښت کاري جوازونه وېشل سوي او دوه غیر قانوني درملتونونه تړل سوي دي. پر دې سربېره ۱۰۴۱قابلو او نرسانو ته روزنه ورکړل سوې ده. چین له میرویس روغتون سره ۵۰زره امریکايي ډالره مرسته کړې چي د روغتون پر اړتیاوو مصرف سوي دي. نوموړي وویل: زموږ وړاندیزونه دا دي چي په کندهار کي دي شپېته نور روغتیايي مرکزونه جوړ سي، د ژړۍ ولسوالۍ د پنځوس بستریز روغتون چارې دي پیل سي او د عنیو مینې د روغتون پاتي کار دي پای ته ورسول سي.
پر دې سربېره ادارې مجلس ته شپږ بېلا-بېل قرارداونه هم وړاندي سول چي د ګډونوالو له لوري تر بحث وروسته ومنل سول او په غونډه کي پر دې ټینګار وسو چي هر شرکت دي په شرط پاڼه کي ټاکل سوي شرایط پوره کړي او یو ځل بیا پر دې ټکي ټینګار وسو چي قرار دا دي شرکتونه دي لومړی د کندهار او بیا د هیواد تولیداتو ته پام وکړي.
مرستیال والي له مخابراتي شرکتونو وغوښتل چي په ټولو سیمو کي متوازن خدمات وړاندي کړي او که په کومه سیمه کي امنیتي ستونزه لري موږ دي خبر کړي چي له امنیتي ادارو سره یې شریکه کړو.
په پای کي مرستیال والي وویل چي موږ په تېرو څو ورځو کي د وارسا کانفرانس د ښو لاسته راوړنو او ولسمشر محمد اشرف غني د سترو بریاوو په اړه د ولایت په مقام او بېلا-بېلو ولسوالیو کي لمانځغونډې درلودې چي په هغو کي مو خپل ولس ته د دې لویو پرمختګونو په اړه مالومات ورکړل او دوی ته مو وویل چي د نړۍ له خوا له افغانستان سره په سیاسي، پوځي او اقتصادي ډګر کي دې نویو ژمنو هغه اوازې دروغ کړې چي ویل کېدل به د حکومت او نړۍ والې ټولڼې تر منځ همکاري دوام نه سي کولای، ده د اداري مجلس له ګډونوالو غوښتنه وکړه چي په دې اړه دي خلکو ته نور پوهاوی هم ورکړي، څو د خلکو او ملت تر منځ موجوده اړیکې نوري هم پیاوړې سي.