یوه ورځ دوه مرغۍ سره مخامخ شوې، یوې مرغۍ صاحب درلود، چې په قفس کې یې ساتله، خواږه اوازونه به یې ورته ویل چې په اورېدو سره به یې د انسان روح او روان تازه کېده او په شونډو به یې د زړه خوښي څرګندېدله.

خو بله مرغۍ بیا ازاده وه، هغه په قفس کې نه اوسېدله هغې په یوې ونې کې ځاله درلوده، چې د زړه په وینو یې جوړه کړې وه او د ژوند ښکلې شېبې یې په کې تېرولې.
هغې مرغۍ چې صاحب یې درلود، په غرور بې صاحبې مرغۍ ته چې د قفس له ځنځیرونو ازاده وه وویل: زه له تاسې څخه ډېره ښه او ځانګړې یم.
ازادې مرغۍ وویل، ولې؟

قفسي مرغۍ وویل، زه په یو ښکلي قفس کې چې له زو جوړ شوی اوسېږم، ښه ډوډۍ خورم، هغه شان ډوډۍ چې تا به تر اوسه په عمر کې هم نه وي ليدلې، زه په داسې ښکلو لوښو کې اوبه څښم چې ستا پلار به یې لا فکر هم نه وي کړی.
دومره ښه ساتل کېږم دومره نازول کېږم چې تر څو به دې تاته مور هم هومره ناز نه وي درکړی.
نو که له ما اورې راځه له ما سره ته به هم همداسې وساتل شې همداسې به د ناز په بستر خوبونه وکړې!
بې صاحبه مرغۍ په خندا شوه او ویې وویل، ستا د سرو زرو قفس د جواهرو لوښي او مطلبي نازونه، د خپلې ځالې په یوه وړوکي لرګي هم نه ورکوم، د دې لپاره چې هغه قفس ستا نه، بلکې ستا د څښتن دی، په هغو خوندورو خوړو چې دې خوشالوي، هغه ټول مطلبي دي مطلبي!
په دې وخت کې بندي مرغۍ په قهر جنه لهجه وویل : د څه مطلبي؟

مطلبي نو څه مانا لري؟
ازادې مرغۍ په موسکا سره د خپلې خولې غونچه وغوړوله او وې ویل :
ستا خواړه د بل چا په لاس دي زړه یې چې درکوي او که نه یې درکوي ستا ژوند بند دی.

هره خوا د سپرلي ګلان د خزان له وینو زبېښلي، د ژمې سپین والی او د اوړي د میوو پوخوالی نه شي لیدلی او نه یې خوړلی شې، د خپلې مور له مینې، محبت او عاطفې نه ډک مهر نه شي موندلی، ته یواځې د دې لپاره نازول کېږې، چې نه دې صاحب ته د خپل دردمن زړګي احوال بیان کړې، خو ستا صاحب ستا د درد له نارو څخه خوند اخلي، ستا په فریاد کې خپل سکون لټوي، ته یوه بنده مرغۍ یې ستا ژوند د مجبوریت دی، خو زه ازاده مرغۍ یم په خپله خوښه مې خپله ځاله په مینه او محبت جوړولای شم او ترې ساتنه کوم.

نور نو ازادې مرغۍ وزرونه ترپ وهل او په شنه اسمان کې د خپل منزل په لور لار لنډوله.

بندې مرغۍ د مایوسۍ او له ژړانه په ډک غږ له ځانه سره وویل:

« رښتیا هم ازادي، نیکمرغي ده»

موسکا لېوال

۱۳۹۲ / کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *