په افغانستان کې د مخامخ او وسله والو جګړو تر څنګ مرموزې وژنې هم کمې نه تر سره کېږي او لا ددې ډول وژنو او ترورونو شمېر پراخېږي.
د مرموزو وژنو انګېزې تر مخامخ جګړې خطرناکې دي او په تړاو يې اندېښنې هم ورځ تر بلې زياتېږي، ځکه چې د سر او کار سړي اخلي.
د مرموزو وژنو اهداف مختلف دي، چې پړه يې څوک نه مني او افغان حکومت هم د دغو وژنو په تړاو په پلټنو پسې ورک شي او وروسته هرڅه له ياده وايستل شي.
په تېرو ديارلسو کلونو کې د مخامخ جګړې، ماين چاودنو، بمي او ځانمرګو بريدونو ترڅنګ چې پړه يې په طالب وسله والو، نړيوالو ځواکونو او افغان امنيتي ځواکونو اچول کېږي، مرموزې وژنې هم څه کمې نه دي شوې او په دې برخه کې مشخص کسان په نښه شوي دي او تر ډېره يې قربانيان مخور او عام وګړي ګرځېدلي دي.
د روژې په ۲۶مه د غور ولايت مرکز چغچران ته په څو کيلو مترۍ کې په توره شپه د مسافرو بس موټر درول کېږي، سپرلي يې له موټرو راښکته کېږي او د ټوپکو جوجورې پرې خالي کېږي.
غور هغه ولايت دی، چې د وسله والو طالبانو تر څنګ ډېری وخت پکې د خپلسرو نامسوولو وسله والو ملېشو او زور زياتيو راپورونه خپريږي.
له سترګو پنا غور ولايت که څه هم له بيا رغونې لرې پاتې دی، خو د امنيت له اړخه هم ډاډمن نه دی، د وسله والو مخالفتونه پکې هومره زيات دي، چې له دولتي او نادولتي کار کوونکو تر څنګ عام ولسي وګړي يې هم له سختو ښواګونو سره مخ کړي او هره شېبه يې ژوند ور ګواښي.
وسله والو طالبانو درې اونۍ وړاندې هڅه وکړه، چې د غور ولايت د چارسدې ولسوالي لاندې کړي، چې تر يوځل نيولو وروسته افغان امنيتي ځواکونه بېرته په دې وتوانېدل، چې ترې تر لاسه يې کړي او وسله وال په شا وتمبوي.
خو ددې ترڅنګ د وسله والو طالبانو خواره واره چريکي بريدونه او عمليات لا په ځای پاتې دي. د روژې په ۲۶مه نامعلومو وسله والو له دغه ولايت نه کابل او باميانو ته تلونکي مسافر وړونکي موټر درولي او خلک يې ترې ښکته کړي، له ډلې يې څورلس کسان چې درې پکې مېرمنې دي په ډزو يې وژلي دي. په وژل شويو کې ناوې زوم، د ناوې مور او د هغه خور هم شامل دي او دا پېښه د غور ولايت د مرکز چغچران په څلور ويشت کيلومترۍ کې رامنځته شوه.
کله چې دغه ډول پېښې رامنځته شي، نو تر ډېره يې پړه څوک په غاړه نه اخلي او نه يې هم په تړاو څېړنې بشپړيږي، بلکې يوازې خبره وي او بس هغه هم د اونۍ او پنځو ورځو په تېرېدو سره له ياده ووځي.
په تازه مهال کې سيمه ييزو چارواکو ويلي، چې د غور په پېښه کې هغه طالب قومندان لاس لري، چې درې مياشتې د مخه د ملي شورا د غړو او ځايي مخورو د فشارونو او سپارښتنو پر بنسټ له زندان ازاد شوی دی.
دغه ډول وژنو ته هر وخت مختلف رنګونه ورکړل شوي او په لومړي سر کې چې رامنځته هم شوه، دفرقيي وژنې په سترګه ورته وکتل شول، ځکه چې ويل شوي، شعيه کان په نښه شوي دي، خو په اصل کې د وژنو او د حالت د بدلولو لپاره اوس کوم دليل نشي راوړل کېدای، پکار خو دا ده، چې اصلي انګېزه يې جوته شي او معلومه شي، چې دا ډول وژنې ولې او د څه لپاره شوې.
ددې ډول خونړيو انسانانو خلاصون هغه هم د ځايي مخورو او د ملي شورا د غړو په سپارښتنه بل رنګ غوره کوي.
د غور تر پېښه وروسته يوه بله سياسي خو مرموزه وژنه تر سره شوه. د کندهار ولايتي شورا غړی، د ولسمشر کرزي د اکازوی او قومي مخور حشمت خليل کرزی هم په خپل کور کې د اختر په دويمه د ځانمرګي بريد ښکار شو، خو دغه بريد ته هم له مختلفو ديدونو کتل کېږي.
کندهار هغه ولايت دی، چې پکې ډېری وخت د وژنو هغه هم د مرموزو وژنو او ترورونو ګراف لوړ ښودل شوی او په تېره يوه لسيزه کې يې خورا زيات قومي مخور د ناڅرګند دليل له مخې د ناپېژندل شويو کسانو له لوري په نښه شوي دي.
د ولايتونو لپاره کوم هغه نشته، چې وويل شي، په کوم کې څوک او ولې وژل شوي، خو چې حساب پرې شوی او يا هم ولس پرې در دېدلی له منځه وړل شوی.
وسله وال طالبان ددې ډول پېښو پړه ډېری وخت مني، خو دا بايد وويل شي، چې ددې ډول وژنو تر شا نورې کړۍ او افراد هم شته، چې په مټ يې خپل ترخه پيغامونو لېږدوي.
اوس افغان حکومت ته پکار ده، چې په دې برخه خپل جدي تدابير ونيسي. پکار ده، چې جوته کړي، په تېرو څوکلونو کې دشويو دا ډول وژنو اصلي لاملونه څه وو او څوک يې تر شاه لاس لري.
حکومت بايد د هغو وژنو اصلي عاملي ونيسي او په سزا يې ورسوي، تر څو د راتلونکي لپاره بيا داسې لوی سر خوږي پيدا نشي.