نن مې درس وختي خلاص شو. سر مې درد کاوه. کافي مې واخیستله. په چمن کې په یوه اوږده څوکۍ کیناستم. ټول بوټي لغړ و. یو څو عکسونه مې واخیستل. د ونو سیوري ښایسته ښکارېدل. د ملګرې پیغام مې راغی. د سکایپ مجلس یې غوښت. زړه مې نه کېده. ستړې وم. ځواب مې نه کړ. فېسبوک مې پرانیست. هلمند کې جنګ و. ننګرهار کې په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې وه. د کونړ جګړه هم توده روانه وه. غوني مې ځیږه شول. زړه مې په تنګ شو. غوښتل مې وژاړم. ساه مې تنګېده. فيسبوک مې بند کړ. د کونړ خلک مې په سترګو کې رغړېدل. څومره ساړه به یې په زړه ننوتلې وي. ماشومان به یې د هر ډز له غږ سره څومره ډاریږي. د مېندو په پړونو کې به پټ وي. درې کاله مخکې مو د کور څنګ کې جنګ و. ټوله شپه ډزې وې. هیچا خوب ونه کړ. کوچنۍ خور مې اوس هم په خوب کې ډاریږي. اه هغوى به یوازې شیبې شماري چې کله به یې ګولۍ ټتر خوري.
ټوپکو بیا غاړې رڼې کړې مرمیو وخوړل د ښو ځوانانو زړونه
نه مې غوښتل فکر پرې وکړم. کتابتون ته ولاړم. کتابونو ته مې وکتل. د ننګرهار ښوونځی رایاد شو. څومره کتابونه به سوي وي. څومره به د ماشومانو او ښوونکو په وینو لړل شوي وي. هر یوه کوچني به کتاب کې خپل راتلونکى لید. د کتاب تورې به یې د مقدسې کلیمې غوندې یادوه. اوس به څرنګ خپل تور لغړن مکتب او سویو کتابونو ته ګوري؟ زړه به یې چیغې وهي . وايي به . زما ښوونکی دې ما ووهي، زما مور دې ما په نیمه شپه راویښ کړي. د سهار خوب نه غواړم. پلار نه مې نوې کتابچه هم نه غواړم. ډېر قلمونه هم نه غواړم. یو قلم او کتاب مې بس دي. خو بیرته مې ښوونځى راکړئ. اوښکې مې توې شوې وې. ښوونکې مې تر څنګ ودرېدله. ويې ویل:
ـ ښه یې ؟
غلې وم. غوښتل مې چېغې وکړم« نه یم ښه نه یم ښه. اخر څرنګ ښه شم؟ »ځواب مې ورنه کړ راووتلم.
کتابچه مې راوایستله. غوښتل مې یو څه ولیکم. خو هیڅ توري مې احساس نه شو بیانولی. ټولګیواله مې مخامخ راته کېناسته. غریو نیولې مې وویل: ـ دا جنګ به تر کله وي؟
ـ موږ نا لوستی ولس یوو نا لوستی ولس دغسې وي
غوسه راغله. ذهن کې مې سوی ښوونځی، خواره واره کتابونه، شهید زده کوونکي. مړه ښوونکي چې معاش ته یې له مودې انتظار ایست، کوچنیان به یې په تمه وي، دا هر څه ګرځېدل. راپورته شوم. بې موضوع وم. بې واکه قدمونه مې اخیستل .