له ډزو سره ورته موټر نه د کېوتو امر وشو، د ټيټې موړې شاته يې ځان سم کړ.
د ټوپک شپېلۍ يې د ډزو لور ته سيخه کړه.
هغه نه پوهېده چې مقابل لورى له ده سره دښمني نه لري او هغوى هم دده په څېر د خپل قومندان د ګټو لپاره جنګېږي.
يوه ضربه يې وکړه، له هغې خوا لاهماغسې ماشينې چلېدې .
سرور مياشت مخکې د واده د لګښتونو لپاره په نهه زره افغانۍ د ساتونکي دنده ومونده او ټوپک يې اوږې ته کړ.
شپه به يې د صېب د کور مخ ته پروت کټ کې ټوپک په لاس ويښه تېروله.
ډزې روانې وې، داسې ټسار و لکه په بټ کې چې نيني پخېږي.
مخالف کسان زيات معلومېدل، د سرور زړه کې تېر شوو، ښه به دا وي چې ميدان پرېږدو.
شاته يې مخ واړوه، ګوري چې هغه مخکې له مخکې پښې سپکې کړي دي.
په چانټه کې ورسره وروستى شاجور پاتې و، سر يې په احتياط پورته کړ، مرمۍ راغله .
شاجور يې له لاسه ولوېد او لومړى معاش يې د بادار په جېب کې پاتې شو.
خدای دی زموژاولس دمرمیونورخلاس کی