افتخار احمد زهیر
په عام ژوند کې ځینې خلک زیاتره وخت ترخې خبرې اورې او په خپلو خبرو کې هم ترخه الفاظ استعمالوي او تر ډیره په ژوند کې ځکه د زیاتو مشکلاتو سره مخ کیږي چې زیاتره وخت په یو کار کې د چا مشورې ته غوږ نه ږدي.
څنګه چې په خوړو پخولو کې د مرچکو په اندازه استعمال یو مهارت دی نو همداسې په ژوند کې هم په خبرو کې د مرچو په شان زیات تیزوالی او هره خبره د مرچکو په شان ترخه کول د انسان په رواني ژوند ډیر منفي تاثیر کوي نو په دې خاطر مرچک وخورئ خو له مقابل لوري سره د مرچکو غوندې ترخه رویه مه کوئ.
ځینې وخت یوه میرمن چې د خپل خاوند ډیر خیال ساتي نو په خواښې یې ځینې وخت دا حرکتونه ډیر بد لګیږي، یا یوه میرمن د خاوند څنګ ته د خبرو کولو لپاره ولاړه شي او خاوند یې دې ته د وخت ورکولو پر ځای موبایل ته وخت ورکړي او په موبایل کې ترې مصروف شي، یا یوه میرمن ډیر ښه خواړه پاخه کړي او خاوند یې په خوړو کې یو څه کمی یا عیب ښکاره کړي نو په دې خاطر میرمن داسې فکر کوي چې خاوند یې د مرچک خوړلو تر څنګ په ټول وجود مرچک وهلای دی.
نو ټول نارینه دې د خپلو میرمنو ډیر خیال وساتي او په هر څه دې ورته دومره غوسه نه شي چې هغه داسې احساس وکړي چې خاوند یې پر خپل مخ باندې مرچک وهلی دی.