مجرد ذهن هغه دى، چې يوستوى او يو اړخيز وي، همېشه له يوه مورده معلومات اخلي، يا يې تجربه يو اړخيزه وي او دا يو اړخيز معلومات همداسې مجرد وړاندې کوي.
د مجرد ذهن څښتن شاعر ښه شاعري نه شي کولاى او ليکوال ښه ليکوالي .
د مجرد ذهن پر خلاف مرکب ذهن هغه دى، چې د معلوماتو، مشاهدو يا تجربو منبع يې يوه نه، بېلابېلې وي.
موږ عموما چې يو اثر لولو، له بيانه يې مفهوم اخلو، خو د تېروتنو درک له بېلګو ښه کېږي. هغه بېلګې چې ليکوال د دلايلو په توګه وړاندې کړي. که د يوه ليکوال وړاندې کړو بېلګو ته ځير شو، پر فکر و فکري تيندک(غلطۍ) يې په اسانه پوهېداى شو. د مرکب ذهن يوه ښېګڼه دا ده، چې يواځې بيان ته نه، بېلګو ته هم ځير وي او له دې لارې هم خپل معلومات بشپړوي يا پر خپلو يا د ليکوال پر معلوماتو کره کتنه کوي.
مرکب ذهن يواځې د کتابونو پر لوست بسنه نه کوي، ادبي، علمي پېښو، سيمىنارونو، طبيعت، او د خلکو يا پوهانو خبرو او فکرونو ته هم ځير وي او له ټولو نه يو ځلي مانا اخلي. مثلا: ليکوال ته په يوه کتاب کې يوه کلمه خوند ورکړي او باريکيو ته يې ځير شي ؛ نو دا کلمه د محرک په توګه د ليکوال و شاعر ذهن راوپاروي او ذهن يې له دې سره تړلي(متناسب) معلومات ورپسې غوټه کړي او ښه ليکنه يا شعر شي. زموږ ليکوال و شاعر دې پر خپل فکر، فکړ وکړي، له دوديز طرزه دې يې راوباسي او ځيرک دې يې کړي.
د مرکب ذهن کمال دا دى، چې له بېلابېلو منابعو نه اخيستي معلوماتو په يوه موضوعي تار پېيِ؛ نو دغسې يې وړاندې کړى پېغام خپور وور يا ترکيبي (ګډوډ)نه وي، مرکب يا يو(واحد) وي. مطلب کثرت يې په وحدت کې وړاندې کړى وي. لکه: د شاعر خيال له بېلابېلو اجزاوو يا شيانو جوړ(مرکب) وي، خو پخپله خيال يو وي. يعنې يو تصوير درته ښيي. دغسې د ليکوال فکر هم له بېلګو، استدلاله، کيسو او پېښو جوړ وي، خو فکر واحد وي، تيوري يوه وي.
څيزونه له يو بل سره ګډ اړخونه لري او ليکوال يا شاعر د خپل مرکب ذهن په مټ دا ګډ اړخونه راټولوي او په يوه لړ کې يې پېيي. که فکر مو مجرد وي، نو فکر و خيال به مو يو اړخيز وي او خبره به مو زړه. له دې معلومېږي، چې د نوښت لار همدا ده، چې شاعر يا ليکوال د مرکب ذهن په مرسته بېلابېل موضوعات په يوه موضوعي چوکاټ کې راټولولاى شي.