د هلمند مدني ټولنې مسؤلين وايي، په اوسنيو جګړيزو حالاتو کې سره له دې چې د خبريالانو ژوند له ګواښ سره مخ دی، ورسره سم د يو شمېر چارواکو لخوا ګواښل کېږي.

د دغې ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، د هلمند خبريالان چې د جګړې له لومړۍ کرښې ريپوټونه ورکوي، په دې وروستيو کې يې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي له مرکزي حکومت د هلمندي خبريالانو د خونديتوب غوښتنه وکړه.

هلمند کې د اريانا تلوېزيون خبريال نعمت الله زهير وايي، اوس مهال دغلته د خبريالانو د خونديتوب لپاره ځايي اداره هيڅ پروګرام نه لري.

نوموړي له حکومت وغوښتل چې د رسنيو د کار کوونکو او د خبريالانو د خونديتوب لپاره دې ګام واخلي.

ځايي خبريال عزيز احمد شفيع وايي، له يوې خوا د جګړې له کرښې ريپوټونه چمتو کوي او بل پلو د يو شمېر چارواکو لخوا ګواښل کېږي.

دوی وايي، د هلمند ـ کندهار لاره تړل شوې ده، نو دولت دې د خبريالانو د لېږد لپاره کار وکړي.

هلمند مدني ټولنه داسې مهال د خبريالانو د خونديتوب غوښتنه کوي چې هلمند کې د وروستيو نا امنيو له امله ځايي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *