د موضوع له مخې مرکه په لاندینیو برخو ویشل کېږي :
۱ـ د ګزراش لپاره مرکه :
که غواړو د یوه ټاکلي ځای، پېښې یا حالت په هکله ګزارش جوړ کړو نو اړیو ، چې د ګزارش د لا څرګندنتیا لپاره یو شمیر مرکې وکړو. مثلاً موږ غواړو په اوسني وخت کې د کابل دسینماګانو د حالت په هکله ګزارش برابر کړو هلته نو د خپلو سترګو لیدلي حالت څخه پرته اړ یو چې د یو شمېر کسانو سره مرکې وکړو. مثلاً له یو دوه تنو فلم لیدونکو، د سینما له مدیرانو، د افغان فلم له مسؤلینو، د کابل ښاروالې له چارواکو او نورو سره دا مرکې په نظرونو، پېشنهادونو، ارقامو او فعالیتونو متمرکزې وي، چې ګڼ شمیر داسې مرکې مخامخ اصلي موضوع ته ورننوځي.
۲ـ د تحلیلي خبر جوړونې لپاره مقایسوي مرکې :
د خبر تر ټولو ساده تعریف دا ګڼل شوی چې : هره نوې پېښه خبر ګڼل کېږي. نو پرې بنسټ کله چې یوه پېښه کېږي نو له خبر پرته د پېښې د ټول حقیقتونو او واقعیتونو، جزییاتو او لاملونو په هکله د معلوماتو د راټولولو لپاره مرکو ته اړتیا شته چې بېلګه یې ددې لیکنې په پېل کې راغله خو د مقایسوي مرکو په هکله باید دومره ووایو، چې که غواړو د یوې پېښې ورک واقعیت لوستونکو ته د هغوی د حدس یا خپلې تحلیلي تبصرې په نتیجه کې پیدا کړو نو اړ یو ددې پېښې په هکله د شاهدانو او د نظر خاوندانو بېلا بېل نظرونه له مختلفو لیدلوریو وپوښتو او په پایله کې ددې ټولو پوښتنو او مرکو له ځوابونو څخه خپل ورک واقعیت پیدا کړو.
۳ـ شخصیتی مرکه :
داسې مرکې معمولاً د مشهورو کسانو د پېژندلو، ژوند، کړنو او شخصیتونو په هکله د معلوماتو د را غونډولو لپاره کېږي مثلاً نامتو هنرمندان، لیکوال، لوبغاړي، ورزشکاران، متخصصین، ملي شخصیتونه او سیاستمنداران په کې راتلای شي، چې معمولاً په کې بیوګرافي، مسلکي فعالیت، شخصي ژوند، د علاقې وړ مسایل، اړوندې موضوع په هکله د هغه نظر، تیوري او نور مسایل مطرح کېږي په داسې مرکو کې مرکه کوونکي ته د ټاکلي شخصیت، د هغه فن او له هغه څخه د خلکو د غوښتنو په هکله د معلوماتو شتوالي ډېر مهم دي.
۴ـ د ټولنیزې ارزونې یا سروې لپاره مرکې :
یو شمېر سروې ګانې د عامه نظرونو ارقامو، ګرافونو او ټولنیزې ارزونو لپاره مرکو ته اړ وي چې د ټولنې له ګڼ شمیر وګړو سره تقریباً په یوه ټاکلي بڼه ترسره کېږي، پوښتنې اکثراً هماغه ټاکلي پوښتنې وي، یوازې پېژندګلوي او یو شمېر ځانګړې پوښتنې په کې استثناوي او نور مرکې سره ورته وي.
***
اوس په دې یادو شوو مطالبو په نظر کې نیولو سره د مرکې د عملي پروسې مربته یادونه وکړو :
همدا چې موضوع د ټاکل شوه او پوښتنې مو طرح کړې خپل مخاطب ( مرکه کېدونکی) ټاکو او هڅه کوو هغه خبر کړو، چې غواړو په دې هکله ورسره مرکه وکړو. له وعدې سره سم ځان هغه ته رسوو، په وعدې سم رسیدل د خبریالۍ د بریالیتوب یو شرط دي ځکه باید مخاطب ته د بهانې یا له مرکې څخه د سرغړونې فرصت ور نه کړو،. همدا چې مرکه کېدونکي سره مخامخ شو معمول تعارف او روغبړ ورسره کوو، هڅه کوو ځان صمیمي او خوږ وښییو، مهربانه لهجه لرو.
لومړی ازاد مجلس پیل کوو او مخامخ خپلې پوښتنې ته طرح کوو، دغه مجلس او لومړنۍ خبری نه ښايي دومره اوږدې شي چې د ځواب ورکوونکی وخت ور ضایع کړو، همدومره کافي دي چې له هغه سره مو مجلس عادي شي او د مرکې پیلېدو نه زمینه برابره شي.
همدا چې مخاطب یو یو څه آماده شو د خپلې مرکې اجنډا ورته اعلانوو او هغه ته بلنه ورکوو چې که د مرکې لپاره چمتو کېدو ته یې وخت په کار وي کولای شي یو څه فکر وکړي.
په دې فرصت کې موږ خپل وسایل آماده کوو. قلم، د یادښت کتابچه، ټایپ یا کمره او نور…
کله چې دواړه لوري بشپړ آماده شول په پوښتنو پیل کوو، هڅه کوو ځواب ورکوونکی په خپل طبیعي حالت کې وساتو کله چې هغه خبرې کوی ددې ترڅنګ، چې موږ یې خبرې یادښتوو یا ثبتوو ښايي دا وښییو، چې ځواب ورکوونکي یوازې نه دی او موږ یې ټولو خبرو ته په ځېر غوږ یو. پرته له خبرو ښايي د هغه حرکاتو، لحن، د څېرې کرښو او نورو ځانګړنو ته متوجه اوسو. کله کله یو حرکت یاد څېرې یو خوځښت کولای شي زموږ د پوښتنې یوې برخې ته ځواب ووايي. دې ځانګړنو ته په تیره بیا په شخصیتي مرکې کې ډېر زیات اهمیت ورکول کېږي او کله کله خو دشخصیت د پوره پېژند ګلوۍ لپاره د هغه حرکاتو، جامو او لحن ته تر ځوابونو ډېر اهمیت ورکول کېږي. د بېلګې په توګه د نړۍ نامتو خبریالې اوریانا فالاچي په خپل نامتو کتاب ( له تاریخ جوړونکو سره مرکه) کې دې اصل ته پاملرنه کړې او شخیتونه یې د حرکاتو په تمثیلولو را پېژندلي دي مثلاً هغه د ایران د پاچا پهلوي رضا شاه په هکله لیکي : « هغه ډېره هڅه کوله چې هغه زغره لرونکي کمیس چې ترلو کسې دریشي لاندیې یې آغوستي وله، څخه پټ کړي زه پوه شوم چې هغه په خپل دربار کې له یوې ژورنالیستي څخه څومره ویرېږي ښايي د هغه سیاسي دښمنان ډېر وو، هغه ډېره هڅه کوله چې ځان متمدن او عصري وښيي خو خبرې یې سختې خرافاتي وې …».
له دې بېلګو څخه ښکاري، چې یوازې شفاهي ځوابونه، نه بلکې ټولې ځانګړنې ښايي یادداښت او تصویر شي.
یوازې هغه مهال باید د ځواب ورکوونکي په خبرو کې مداخله وکړو چې یا خو زموږ په پوښتنه سم پوه شوی نه وي او یا خو له موضوع څخه سهواً یا قصداً لرې ولاړ شي په دې صورت کې باید په ډېرو نرمو الفاظو او بله بڼه خپله پوښتنه ورته تکرار کړي او یو اصلي ځواب د ارایه کولو غوښتنه ور څخه وکړو.
د پروفیسر جابف په نظر کې که وخت کم وي باید مهمې پوښتنې په اول کې وپوښتو او که غیر مهمې پوښتنې پاتې شي پروا نه کوي هغه بیا هم تأکید کوي، چې یوازې خطرناکې ( هغه پوښتنې چې د مرکې د پرې کېدو لامل ګرځي) وروسته باید وپوښتل شي او د وخت د کموالي په صورت کې باید څو سره ورته پوښتنې په یوه اساسي پوښتنه کې مدغم کړو.
کله چې پوښتنې مو خلاصې شي ښايي ځواب ورکوونکي ته وخت ورکړو چې که د موضوع په ارتباط په خپله هغه څه وايي چې زموږ په پوښتنو کې هېر شوي وي. نو د مرکې په بشپړولو کې به یې مرسته کړې وي.
له دې وروسته هغه څه چې ترلاسه کړي مودي په لنډه توګه یې ځواب ورکوونکي ته یادوو او تر معمولې مننې او کور ودانۍ وروسته خدای په اماني اخلو.
تر مرکې وروسته چې دفتر ته راستانه شو نو د مرکې په تنظیم او ایډت پیل کوو.
تکرای خبرې، مکثونه او هغه څه چې غیر ضروري وي ترې با سویې او له یو ځل مکمل مرور وروسته مرکه خپریدو ته چمتو ده.
که مرکه لیکنۍ وي نو ښايي په چټک لیکلو عادت اوسو، د ځوابونو عمده او مهم ټکي باید عاجل ولیکو او جزیات یې حافظې ته وسپارو داسې څه، چې ځواب ورکوونکي نه وي ویلي ښايي په مرکه کې ځای نه شي.
ځکه چې د خبریالۍ یو عمده شرطو د ریښتینولي، امانت داري او دقت درلودل دي.
سرچینې :
۱ـ جالف، پروفیسیور اچ – آر، اساسهای ژورنالیزم، دلود ۱۳۳۹، ریاست مستقل مطبوعات.
۲ـ کاظم نژاد، معتمد، روزنامه نګاری، ۱۳۶۸، مرکز نشراتي پهر
۳ـ هاله، پوهاند حبیب الرحمن، افکار عامه و تبلیغات، ۱۳۷۱، وفا.
۴ـ اګنس، آر، سیمینار آموزشی خبرنګاری، ۱۳۷۸، C.C.A