تر مخکې مرکې
- لومړی باید ددې بست لپاره ځان ته وګورې چې ته يې وړ یې که نه؟
- خپله کارمخینه باید ولیکې.
- د اړوندې ادارې په هکله باید مالومات حاصل کړئ.
- د وظیفې اړوند د مالوماتو پوره پوښتنه وشي.
- د کار د وخت په اړه باید پوښتنه وشي.
- د معاش په ارتباط باید پوښتنه وشي، چې په کومه طریقه(بانکې سیستم) په ډالرو،افغانیو یې معاش دی؟
- ټول مربوطه مهم مواد باید د وظیفې اړوند پیداء شي او یا هِغه مواد کوم چې ستا په نظر مهم دي.
- یوه درخواست پاڼه باید د اړوند وظیفې لپاره ولیکل شي.
- د لیکلی بڼې امتحان لپاره باید امادهګي ونیول شي امکان لري، چې په اداراتو کې یې واخلي.
- پردې باید سوچ وکړئ، چې څنګه کولئ شم چې په مرکه کې کامیاب شم.
- کله چې تاسې ته د اړوندې ادارې څخه خبر راشي باید په فزیکې او ذهنې ټوګه فعال وسی.
فزیکې ډول ځان جوړول
- لومړی سوچ او فکر ته ډیر ضرورت شته دی چې باید سوچ وکړی.
- داسې جامې یا کالي واغواندۍ چې د ادارې د جامو سره سمون وخوري.
- ددوی پر وړاندې باید خپل ځان مسؤول وښایې تر څو دوی پر تا اعتبار وکړي.
ذهنې توګه ځان اعیارول
نوټ : – کیدائ شي چې دداسې مختلفو پوښتنو سره مخ شی لکه په لاندې ډول:
- شخصي ژوند مو لکه ایا متحل یاست؟ ایا مجرد یاست؟
- مسلکي ژوند مو لکه ایا د مکتبه فارغ یاست؟ ایا پوهنتون مو لوستلئ؟ چيرته؟ څه وخت؟
- آینده پلان یا تصمیم مو څه دئ؟
- که چیرته د پوښتنو پر ځوابونو برلاسې نه وی نو د پوښتنو اړوند خبرې وکړئ. لکه ما دا کار کړئ وو،زه پکې کامیاب وم، او امید لرم چې دا وظیفه به هم ښه انجام کړم.
- په (نه) سره ځواب مه ورکوئ.
مهمو شیانو ته باید په مرکه کې توجو وشي
- باید دغه اړوند مواد د مرکې پر وخت تاسې سره شتون ولري(قلم،کاغذ).
- پر خپل وخت باید مرکې ته حاضر شئ.
د مرکې پر وخت
- دروازه باید وټکه وی که چیرته بنده وه.
- د حل د وړاندیز لپاره باید احطیاط وشي، داسې څه ونه وایې چې حل یې درسره نه وي.
- پر داسې ځای کې باید کیښنۍ نه، چې د نورو خلکو ځایونه وي، لکه د ریس یا اړونده مامور پر چوکئ.
- باید نور خلک په تکلیف نه کړئ، لکه که دروازه خلاصه وه باید خپله یې بنده کړی.
- پر داسې ځائ کې کیښنۍ، چې په اسانه سره یوبل ته غوږ کیدلای شئ.
- خپله چوکئ په داسې انداز انتقالول، تر څو تکلیف ترې جوړ نشي.
- داسې کیښناستنه وکړی، چې نور خلک تاته ونه ګوري، یانې منظمه ناسته وکړی.
- مخکې د مرکې د شروع کیدلو څخه باید لنډه ستړي مشي وشي او تعارف (باید لنډ وي).
- د خبرو په جریان کې باید د لاس او د ځان ښورولو څخه استفاده وشي، چې په انګلیسې کې ورته باډې لینګویج وایې.
- د مربوطه پوښتنې ځواب باید وویل شي اضافې یا جزیاتو باندې خبرې باید ونشي.
- باید ځوابونه په داسې انداز ورکړل شي، چې په خوله مو موسکا او ځان داسې وښایې چې د مرکې څخه مو خوند اخیستلو.
ٍوروسته د مرکې څخه
- د مرکې وروسته دمسؤلو اشخاصو څخه مننه وشي او همدارنګه باید خپل کوښښونو ته جریان ورکړی.
- که ددوې څخه مومثبت څه واوریدل، نو باید ځان اماده کړئ، یانې ځان فعال وساتئ.
- نور اړوند اشخاص باید پوه کړئ، چې د مرکې مو مخکې خبر کړي و.