زه په دې پسې دومره سر نه ګرځوم چې هندي سبک فارسي ادب يا پښتو ادب ته کله را د ننه شو خو څومره چې زه خبر يم ايله دومره خبر يم چې د لسمې هجري پيړۍ له پيله د دولسمې هجري پيړۍ تر نيمايي په فارسي ادب کې ځليده خو پښتو ادب ته د حميد بابا په راتګ را د ننه شو زموږ استاد محمد صديق پسرلی هم د دې سبک نوښتګر دی نوښتګر مې ځکه ورته ووې چې پدې سبک کې مضامين نه بلکې ديوانونه غلا شوي دي خو زموږ شاعر له داسې شيانو څخه دومره بد وړي چې وايي:
نه زوړ منطق چليږي نه دلته زړې خبرې
ځيرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي
د ژوند هر پړاو شعر بلل شاعر افاقي کوي بابا رح ټول ژوند شعر ته وقف کړی و نيمه پيړۍ يې داسې رياضت کړی دی چې د ژوند هر پړاو ورته شعر ښکاره شوی دی حسن، جمال، غم، ښادي مرګ هر څه ورته شعر ايسيدلی دی ځکه به بابا ويل چې :
مرګ يو زرين خوب دی
بابا د حسن او جمال په مشاهده کې دې تجربې ته رسيدلی دی چې د طريقت په مدرسه کې ستر پير ورته د حسن په لټه کې يو ساده ماشوم ښکاره شوی دی او ښه په ډاډ يې ويلي دي:
لږ مې مدرسې ته د جلوو چې سر ور بيرته کړ
پير د طريقت هم يو ساده ماشوم د حسن و
هر وخت يې يو نوی خيال پيدا کړی د تکرار نه يې ځان ډير ليرې ساتلی دی هغه د بابا د بڼ د غوړيدلي ګل استاد اسدالله غنضنفر خبره چې له ځانه يې غلا نه ده کړي ان تر دې چې د سپوږمۍ او لمر زرينې مکررې جلوې ورته ښې ندي ايسيدلي خيال خو ليرې پرېږده:
د مکررو جلوو موړ شومه د لمر او سپوږمۍ
هنر د هغو مې زړه غواړي چې هنر بدلوي
هيڅ کله يې په يوه عاشق خفګان ندی څرګند کړی د کوم عاشق لپاره يې کومه ويرنه نده ليکلي ځکه خو يې په شعر کې د رقيب نښه نشته هر درد د خپل ژوند يوه خوږه سندره بولي چې نيم سوی پتنګ د عشق په اور کې د بقا ستر سالار ګڼي زړه سوی نه پرې کوي:
زړه په نيم سوي پتنګ مه سوځوه
په خوند د اور سوي سندرې اورې
ځينې خلک شعر الهام ګڼي وايي چې شعر الهام دی که د شعر په اړه غږيږو نو وايي چې شعر الهام دی او الهام شعر
اوسنيو ارواپوهانو شعر شپږم حس را پېژندلی دی نو حس الهام نشي جوړيدای اوس ځکه مونږ دا منو چې شعر د ښه رياضت فزيکي او جغرافيايي تجربو بر دی همدې خبرې ته بابا داسې اشاره کړي ده:
شعرونه مې پسرليه دي بس خپلې تجربې
د سيند د ځيګو شګو نه هندارې جوړوم
د بابا په شاعرۍ کې ګڼ مضامين شتون لري بابا د سياست غوندې وچو مضامينو ته هم پخپله شاعرۍ کې ځای ورکړی دی او داسې شاعرانه شعريت يې وربښلی دی چې سړی ورته د يوه شاعرانه سياست پوه په سترګه ګوري لکه چې وايي:
لمر بويه چې لوړې او ژورې راته وښايي
ړوند خو نيم ياره چې رهبره به امسا منم
د بابا د شاعرۍ يو اهم خصوصيت دا دی چې غير شاعرانه خبرې يې هم شاعرانه کړي دي کله نا کله له سترګو نه لويدلي خبره هم د نوښت سبب وګرځي بابا داسې مفاهيم تر هر چا ډېر لري په نړۍ کې هغه څه سړی ډېر حيرانوي چې په ړومبي ځل ورسره مخ کيږي د بابا په شاعرۍ کې دغه کمال اوج ته رسيدلی دی بيا بيا به حيرانېږې بيا بيا به له نويو مفاهيمو سره مخ کيږې.
نو ځکه خو يې شعر د نړۍ د ګردش سره موازي روان کړی دی د بابا د شاعرۍ يو بل خصوصيت دا دی چې هر څه درته د مشاهدې په قوت څرګندوي لکه دا بيت:
درست عمر مې غم ندی سړيدو ته زړه ورکړی
بيا هم لکه ديوال د بټۍ خام پاتې يم
د بابا په شاعرۍ کې ډېر نا ويلي
مفاهيم ځای پر ځای شويدي زه خو يې حکمت پدې کې وينم چې بابا شعر د ځان د پاره ليکلی دی نه د بل چا د پاره
د شاعر او سندرغاړي تر منځ اصلي توپير پدې کې دی چې سندرغاړی محفل ګوري شعر وايي اما شاعر دا نکوي شاعر خپل ځان ګوري شعر وايي:
دېری شاعران داسې دي چې شعر ليکي ته به وايې چې د سټېج پر تخته ناست دی شعر يې ليکلی دی ته به وا د هر ملګري په فرمايش شعر ليکي د هر چا طبعه ګوري چې پايله صرف ناکامي وي
خو بابا ته چې هر څه ښه ايسدلي دي نو ليکلي يې دي له دې شعرونو يې ايله د ذوق خاوندان کيف اخيستلی شي دا څو بيتونه يې د ذوق د خاوندانو د پاره:
اوږده اوږده مزلونه پټه خوله نه وهل کيږي
لري به تفاهم ته د هسک واړه ستوري ژبې
وګوره چې چرته کرم څه او چرته څه رېبم
غم وکرم زړه کې سپينې اوښکې په ليمه رېبم
لار د ميخانې راته را وښوده د زړه اندوه
جام که ساقي راکړ په مستۍ به مې غم ورېبم
د مايوسۍ کره دې ورنشي د چا جنازه
چې ژوند يې اخلي يوه ساه د بلې ساه جنازه
راځئ غمونو اوږې ورکړو د ثواب په خاطر
چې د شپېلۍ له کوره وځي د نوا جنازه
چې نه خيرات وي نه اسقاط حسن يې څه کوي څوک
مګر د شمعې اوښکې واخلي د رڼا جنازه
د بابا شاعرۍ ته مې هر وخت د خولې نه د حرف ندا الفاظ ورښويدلي دي واه واه واه
داسې لکه د رباب د تارونو چې ترنګ ښوييږي د بابا په شاعرۍ کې ټول هغه توکي شتون لري چې د يوې ښې شاعرۍ لپاره لازم دي يا د بابا په شاعرۍ کې هغه کيفونه شتون لري چې سړی سنده کولی شي د بابا په شاعرۍ کې د هڅونې مفاهيم دومره خواږه دي چې سړي ته ماتي عين بری انځوروي په حقيقت کې هره يوه ماتي د بري يوه پوړۍ ده لکه بابا چې وايي:
د بري راز ته د ماتي په زینه ورخیژي
زره له زر شي چې له اور اوله څیټکه ووځي
د بابا په شاعرۍ کې اکثر پام الفاظو ته نه بلکې د شعر مانا ته شوي دی کله کله شاعران خواږه خواږه الفاظ سره غاړه غړۍ کوي خو بيا يي هم شعر بې خونده او ګونګ وي علت يې پدې کې دی چې دغو شاعرانو ايله الفاظو ته شاعري کړيده نو ځکه خو يې مانا د دوی په واسکټ کې خوندي وي.
اوسني کره کتونکي وايي چې شاعر د الفاظو زرګز دی خو زه وايم چې شاعر د مانا شين زمری دی په شعر کې بايد چې موضوع ښه روښانه شي د بابا د شاعرۍ بل اهم خصوصيت دا دی چې بابا د شعر په موضوع مين و موضوع يې ښه روښانه کړيده الفاظو ته يې ندي کتلي خو موضوع يې ښه څارلي ده ځکه خو اوس د يوه ستر شاعر په نوم بابا را پېژندل شوی دی د اثبات د پاره يې لاندې بيت ووايئ:
ماشوم تر ميوې په غوري وي مين
د ښکليو منلی وي خام ليونی
د بابا په شاعرۍ کې د انسانيت پالنې اړخ دومره قوي دی چې د دوښمن په اړه هم څه وايي نو خولې ته يې د مينې ترانه په جامو کې نه ځاييږي د دوښمن سره مينه کول د انسانيت هغه معيار دی چې مونږ ورته د ژوند په قاموس کې د نوم موندنې نه عاجزه يو بابا وايي:
اوس چې د دوښمن خبره هم کوم
خولې ته مې د مينې ترانه راځي
بابا د افراط او تفريط د پاره ځانګړی حد راته په ګوته کړی دی چې دې حد خو زه يو شاعرانه تعادل وايم دې تعادل ته ځيرکتيا د يوه ستر شاعر کار دی :
اوښکو رانه يو وړ ديدن ثمر
ډېر ځله اوبو سره بر الوزي
د شاعر دا ځيرکتيا خو ما دومره حيرانوي وي چې خپلې حيرانۍ ته حيرانېږم
په ظلم کې اصلي لاس د هغه چا بولي چې ظالم ته د دې توان ورکوي چې ظلم وکړي څوک چې د ظالم په زړه کې د وحشت ارادې پياوړي کوي بابا هغو ته سيمبوليک نوم لري سنګدلان ، يو طرفته ترکيب ډېر ښکلی دی او بل طرفته د تشبيه د پاره څه ښه منطقي دليل لري:
ظالم ته سنګدلان ورکوي توان د زور و ظلم
چې پڅې چړې خلک تيروي اکثر په تيګه
بابا هغو ناويليو مفاهيمو ته خلق شوی و چې خلق کول يې د بابا له وسه پوره و
وياړم چې د بابا په دور کې پيدا شوی يم د بابا په دور کې مې د مخ خاشيې تورې شويدي په اخر کې دا وايم چې د بابا په شاعرۍ غږيدل په سمندر داسې نظر ورکول دي چې د دې سمندر په تل کې ډېرې قيمت بها ملغلرې ابدارې دي حيف چې زه يې نشم را ايستلی خپله ليکنه پدې لنډۍ را ټولوم :
ستا د ښايست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
فریدون رايان