تاند- د ولسمشر غني لور مریم غني پر دارالامان ماڼۍ د مستند فلم د جوړولو لپاره دې تاریخي ماڼۍ ته لاړه.
اغلې غني د ښار جوړولو له وزیر سید سعادت منصور نادري سره یوځای د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې چارې له نژدې ولیدې.
دا ماڼۍ، چې په تنظیمي جګړو کې ویجاړه شوه، د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت تر څارنې لاندې د افغان انجینیرانو له لوري بېرته ودانېږي.
د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې د چارو د کتلو په مهال د ښاري پراختیا وزیر د افغان انجینیرانو هڅې وستایلې.
د ښاري پراختیا وزارت غواړي چې د دې تاریخي ماڼۍ د بیارغونې د بهیر مستند فلم جوړ کړي.
مریم غني، چې مستند فلمونه جوړوي، د دارالامان ماڼۍ پخواني او اوسني فلمونه سره پرتله کړل.
د دارالامان ماڼۍ د بیاروغونې چارې د تېر م کال په مې میاشت کې د ولسمشر غني له لوري پرانستل شوې.
غني په پرانستونکې غونډه کې وویل چې دا ماڼۍ به د افغانستان په خپلو منابعو او د افغانانو په لاس جوړه شي.
ده دا هم وویل چې د دې ماڼۍ بیاجوړېدا د ټول ملت غوښتنه ده.