مصریانو له ضرورته زیات غنم کرل، نتیجه دا شوه، چي حکمرانانو به خلک په عبث کارو مصروفه کول او خپله به یې عیاشي او خاني کوله. داسي حکمران ته به یې فرعون ویل، فرارو د مصري توري یوناني شکل دی، چي د غټ کور مانا لري، لکه په اوس وخت کي د سپیني ماڼۍ له ویلو څخه مراد د هغه اولسمشر دی.
په پنځلسمه پېړۍ کي ټولو تمدنونو له غلامانو استفاده کوله. پرتګالیانو افریقایي سواحل کشف کړي وو، او هلته یې بې ګناه تورپوستي خپل غلامان ګرځولي وه. په ۱۴۴۱ ز کال د پرتګال په مرکز لیزبون کي د تورپوستو د خرڅلاو بازار موجود وو. د غلامانو د خرڅولو پیل وو، چي په نتیجه کي یې شل میلیونه تور پوستي جبرأ له افریقا څخه د خرڅلاو له پاره راوستي وو.

برټرینډ راسل د ساینس د تاثیراتو په اړه وایي: “ساینس په لنډ وخت کي څنګه دومره قدرت ترلاسه کړ، او مستقبل به یې څنګه وي، د دې قیاس کول او پېشګویي کول مشکل کار دی، خو په څومره تېز رفتارۍ چي یې پرمختګ کړی، د راتلونکي په اړه یې باید اندازه لګول دومره ستونزمن نه شي. د ساینس تاثیرات مختلف اقسام لري: لومړی قسم یې د روښنفکري تاثیرات دي، چي په دې سره یې رواجي عقاید له منځه یوړل او ځای یې هغو افکارو ته ورکړ، چي په مشاهدې او تجربې ولاړ وي.
له دې پرته یې په صنعت او د جنګ په هنر باندي ژور اثرات پراته دي. د یوه نوي تخنیک په نتیجه کي یې د ټولنې په نظمولو کي زیات اثرات خپاره کړل، چي په تدریج سره یې ساینسي تحولات راوستل. پایله دا ده، چي د ساینسي مالوماتو په واسطه چي کوم اقتدار پر ټولني ترلاسه کیږي، د هغه په نتیجه کي یوه نوې فلسفه پیدا کیږي، چي په نړۍ کي د انسان منصب او مقام تعینوي”.
په نوې زمانه کي د غلامانو ځای ربوټانو نیولی، خو دا ربوټان دوه شکله لري: ۱. ماشیني ربوټان او ۲. انساني ربوټان
ماشیني ربوټان تر درې قوانینو لاندي وي، دې دریو قوانینو ته د امریکایي لیکوال اساک اسیموف قوانین هم ویل کیږي:
لومړی قانون: ربوټ باید انسان ته تاوان و نه رسوي.
دوهم قانون: ربوټ باید د انسان امر ومني، خو له لومړي قانون سره ټکر ونلري.
دریم قانون: ربوټ دي خپله ساتنه پخپله وکړي، خو له اول او دوهم قانون سره ټکر و نلري.
تر اوسه پوري خو ماشیني ربوټان په نړۍ کي د خطر سبب نه دي ګرځېدلي، خو انساني ربوټان ځکه خطرناکه دي، چي هغوی تر دغو درې قوانینو بغیر عملیات اجرا کوي.
سېلاب
یکشنبه
10/ 15/ 017