د ورور مې نوې شاعري په مزاج نه ده برابره. وايي، شاعري به يا د رحمان بابا منې يا د خاطر.
هنر له ټولنې سره اوږه په اوږه روان وي؛ خو کله هنر مخکې لاړ شي، ټولنه وروسته پاتې شي. خوشال وايي:
د خوشال قدر که اوس په هيچانشته
پس له مرګه به يې ياد کا ډېر عالم
خوشال دا خبره ځکه کوله، چې هغه وخت له خپلې اهل ذوق اولادې او څو نورو کسانو پرته چا ونه پېژانده. په شلمه پېړۍ کې يې چې خلک پر فکري او هنري ستروالي وپوهېدل؛ نو د دوکتورا سندونه يې پرې واخيستل. اوس هم چې سړى خوشال دقيق ولولي، د روانې پېړۍ شاعر ورته ښکاره شي.
په همداسې وخت کې بيا خلک وايي، چې پلانى شاعر يا ليکوال تر وخت مخکې پيدا شوى و؛ خو خبره دا نه ده، ټولنه لا نوي ادب ته چمتو نه وي. که خبره د يوه شاعر يا يوه ليکوال وي، بيا خير؛ خو چې ټول ادب مخکې وي، بيا سړى د ټولنې په کمزورۍ مطمين شي. د ټولنې (فرهنګي) پرمختګ ادب پرمختګ ته سموي؛ خو کله ناکله چې ادب په خپل فرهنګ کې څه ونه ويني، نو نورو فرهنګونو ته لاس اوږد کړي او مستقيمې نامستقيمې پورونې ترې وکړي.
دا خبره، چې ادب مخکې نه دى، ټولنه وروسته پاتې ده. د شاعر يا ليکوال ستروالي نه ګواښي، بلکې ثابتوي يې، چې يو څوک داسې ستر ادب پنځولاى شي، چې فرهنګ ورسره بډايه کېږي. مطلب، هغه ادب چې د فرهنګي دود(روايت) پر نقش قدم روان وي، ټولنې ته فرهنګي ګټه نه شي رسولاى؛ خو هغه چې نوې لارې کاږي، هغه په فرهنګ کې تازګي پيدا کوي او بډايه کوي يې.
فرهنګ هغه نه دى، چې يو کس دوه کسو منلى وي. فرهنګ ټولنيز وي او د ټولنې له مخې په فرهنګ حساب کېږي. مثلا: د لرغوني يونان فرهنګ د لرغوني يوناني ټولنې له مخې يادېږي. د دې فرهنګ په غنا کې به ساينسپوهانو، فيلسوفانو او اديبانو ټولو برخه اخىستي وي؛ خو عملي ډګر او مارکيټ يې ټولنه وه.
کومو ټولنو چې د ساينس، فلسفې او نورو ټولنيزو پوهنو، ادب او مذهب له پلوه موازي پرمختګ کړى وي، هغوى ته نوى ادب نااشنا نه وي او نه پکې د نوي هنر پنځونه نبوغ ګاڼه شي. د خوشال خبره، چې ”په لوښي کې څه وي، هغه ترې توى شي” دا طبيعي ده، چې په پرمختللې فرهنګي ټولنه کې به نوښتونه رامنځته کېږي. په اروپا کې چې تر رنسانس پخوا ټولنه ولاړه وه، د دانتې غوندې يو نيم لوى شاعر پيدا کېده؛ خو چې له فرهنګي ډبه(سکون نه) راووته او فرهنګي تحول پکې پيل شو، په لسګونه شاعران، مفکرين او ساينسپوهان يې وزېږول او د لرغوني يونان او پخواني روم د زياترو شاعرانو او ليکوالو په خبرو هم په همدې وخت کې پوه شول، بلکې استفاده يې ترې وکړه.
کله چې ټولنه وروسته پاتې شي او هنر مخکې لاړ شي(دلته مطلب د هنر او ټولنې پرېکون نه دى، پرېکون دې ته وايي، چې د هنر تر شا فرهنګي پس منظر/سيټ اپ نه وي، ورېځې په ډانګو وهل وي او له فرهنګي دوده(روايته) استفاده نه کوي)؛ نو د دواړو ترمنځ د ابهام(ابهام دلته د مخاطب د ناپوهۍ په مانا دى) او مزاج واټن پيدا کېږي.
دا هم کېداى شي، چې ټولنه مخکې لاړه شي او هنر وروسته پاتې شي او د دواړه ترمنځ د ابهام او مزاج واټن پيدا شي. هغه کسان چې په معاصره شاعرۍ روږدي دي، ښايي د پښتو د پخوانۍ تصوفي شاعرۍ په ډېرو خبرو پوه نه شي او خوند ورنه کړي، ځکه اوس ټولنې هغه پوستکى اړولى دى.
کاظم خان شيدا هم خوشال ته ورته شکايت کړى، چې پښتانه يې په قدر نه پوهېږي. د کاظم خان شيدا قدر په هغه وخت کې ځکه ونه شو، چې ټولنه ترې وروسته پاتې وه او د دې پاتيوالي لامل هم ابهام و، هم ادبي مزاج. د کاظم خان شيدا شاعري خلکو ته مبهمه وه، ځکه چې ”د پښتو هغه شاعر دى چې په شاعرانه مضمونو پيدا كولو كې يې په پښتنو كې سارى په نظر نه راځي او نازكخيالي يې هم داسې حد ته رسيدلې ده چې په عادي نظرونو نه ليدل كېږي. دا دوه صفتونه د ده په اشعارو كې ډېره زياته غلبه لري او همدغه د مضمون آفرينۍ او نازكخيالۍ زور دى چې د ده په اشعارو كې ساده خبرې ډېرې نه شو موندلى.”(ګل پاچا الفت: پښتو سندرې، پښتو ټولنه، ١٣٢٥ل)
په ادب کې دا ابهام درې ډوله وي. خيالي، فکري او لفظي/ګرامري. خيالي ابهام په خيال پورې تړلى وي او کېداى شي، ځينې شاعران زاړه مضمونونه په نوې پيرايۍ او نوي خيال کې وړاندې کړي. لنډۍ ده:
سړى په رنګ نه سړى کېږي
سړى هغه دى، چې يې خوى د سړي وينه
د سړيتوب او د مادياتو پر ځاى د مانا د ارزښتمنۍ همدغه تکراري مبتذل مضمون شيدا په نوي خيال، نوي تصوير کې وړاندې کړى دى:
صدف لاس قطرې ته نيسي په درياب کې
بزرګي د صورت څه کړې، مانا غواړه
درياب ښې ډېرې اوبه لري؛ خو صدف بيا هم د باران يا شبنم څاڅکي ته خوله نيولې، ځکه چې په هغه څاڅکي کې مانا ده، کمال دى پکې، له هغه څاڅکي نه مرغلره جوړېږي؛ خو د درياب له دومره ډېرو اوبو څخه نه جوړېږي. تر ده تقريبا شاو خوا اووه پېړۍ پخوا ابو محمد هاشم سرواني ويلي وو، چې:
هو درهم ښندي هر چا له لويه برخه
د درهم د خاوند هر ځاى پرتمونه
دا خبره بيا وروسته رحمان بابا او نورو هم تکرار کړه؛ خو کاظم شيدا په نوي پيرايه کې وويل:
د نرګس د سترګو ګل عيب نه باله شي
سيم و زر كاندي زشتي د هر چا خوبه
هسې خلک د چا په سترګو کې ګل عيب بولي؛ خو د نرګس د سترګو ګل حسن ګڼي. همداسې بدي هم په خان و غريب کې يو شى وي؛ خو د شتو له امله د شتمن بدي خلک خوبي وګڼي.
چې څه کرې، هغه به رېبې/له ازاره چا بازار نه دى موندلى او ”چې همدا غشى به ستا په لور ګوزار شي” خبره په نوي خيال کې داسې کوي:
چې په ورځ لکه فلک شمعه سوځي کا
درسته شپه يې تياره نه درومي له کوره
دويم فکري ابهام هغه دى، چې له مضمونه پيدا کېږي. يو ه خبره د يوې ټولنې له فرهنګي دود سره برابره نه وي او شاعر يې وکړي، ښايي ټولنه پرې پوهه نه شي. شيدا وايي:
په مانا د مانا پوه نه شوم باور کړه
ما کتلي درست صراح، تمام قاموس دي
په (درياب) کې يې معنى ته ليکلي: [ مع – نا ] ( اسم – واحد – مؤنث ) مقصد، اراده، (٢)مطلب، منشا، مراد، مدعا، (٤)اصليت
په (زاهد قاموس) کې مې يې دا مانا هم پيدا نه کړه.
په (درياب) کې هڅه شوې، چې لوستونکي ته د مانا د مانا يو تصور ورکړي؛ نو چې په يوه کلمه کې نه ده ترسره شوې، بيا ىې ورته اووه ماناوې ليکلې. مطلب د مانا دقيقه مانا په قاموسونو کې نشته.
شيدا اشاره دې مانا ته کړې؛ خو موخه يې د سقراط غوندې د خپلې ناپوهۍ بيان دى؛ خو يو بل فکر هم پکې نغښتى او هغه دا چې د کايناتو د تخليق په موخه، د خپل ژوند په مانا مطلب پوه نه شو، چې له کومه راغلو، څه ته راغلو او چېرته به ځو او دا دومره هلې ځلې ولې کوو.
ګومان کوم د الفت صاحب له ( مضمون) او (نازکخيالۍ) نه د شيدا همدا فکر او خيال مراد دى.
د ابهام درېيم ډول لفظي يا ګرامري وي. ځينې شاعران يا ليکوال ښايي د خپل وخت د ژبې له قاعدې نه انحراف وکړي. داسې کلمې وکاروي، چې په ژبه کې نه وي يا ګرامري جوړښتونه مات رامات کړي. له دې سره هم ابهام پيدا کېداى شي. الفت صاحب د شيدا په اړه مخکې وايي: ”كه چېرې د شيدا په شعر كې پردي لغتونه او بل راز تركيبونه نه واى، يعنې له دغې معنوي لوړتيا سره يې ځينې نور شعري صفات هم پوره درلوداى او جمله بندي يا د كلماتو تاليف يې د پښتو له سبك و اسلوب سره موافق واى؛ نو د ده شعرونو او د ده شاعرۍ خورا لوړ مقام پيدا كاوه”
د کاظم خان شيدا د ديوان سريزه او ورپسې ټوله شاعري د الفت صاحب د خبرې ثبوت دى؛ خو لفظي سختي د قاموس په کتو او ګرامري جوړښتونه په لږ فکر حل کېداى. بل د شيدا په شاعرۍ کې پردي لغتونه او ترکيبونه دنويو خيالونو او فکرونو په کچ نه دي. بل شيدا ښايي د خپل مضمون د بيان لپاره په خپله ژبه کې مناسبه کلمه نه شوه موندلاى يا د مسلطې پارسي تر اغېز لاندې و؛ نو د شيدا په اړه دا خبره ډېره دقيقه نه ښکاري؛ خو دا خبره ثابته ده، چې د ژبې له دودې قاعدي انحراف د پنځګر او ټولنې ترمنځ فاصله پيدا کولاى شي.
دويم د مزاج واټن دى. د هر دور خپل ادبي مزاج وي. د هر مهال معلوم ادبي مفاهيم او الفاظ وي، چې د وګړو او ادب ترمنځ ادبي/شاعرانه اړيکه جوړوي. د پخوانو خلکو له ادبي مزاج سره بورا، ساقي، پتنګ او ټولنيزتوب برابر و؛ خو د اوسنيو ګوتشمېرو لوستونکو له مزاج سره ښايي دېوال، څادر، ډبره، سيند او فرديت برابر وي، پر پخوانيو دا بد ولګي او پر اوسنيو هغه. د پخوانو په عاطفي دايره کې به هغه شامل وو او په يادونه به يې احساساتي کېدل او د اوسنيو په هغو دا؛ نو که يو سړى له پخوانۍ شاعرۍ سره روږدى وي او ذهن ىې وده نه وي کړې، هغه به د هاشم بابر په دې شعر څه پوه شي:
د خپل ذات په دوزخ کې
وړاندې هم اخته وم
اوس هم اخته يم
يا به د شهنواز باقر په دې بيتونو څه پوه شي او څه خوند به ترې واخلي:
د سترګو خوب مې ټوله شپه وي په شوګير تړلی
ما په څادر باندې د خپلې کوټې تير تړلی
په دې ويرېږم چې له ځانه مې څوک ځان پټ نه کړي
ليونی نه يمه خو ځان مې په ځنځير تړلی
همداسې د ومان نيازي دا څو مسرې هم:
زما له قبره به باڼه ټوکیږي
ملالو سترګو ته مې ډیر کتلي
…………………
ځینو غمونو ته مې
امسا ودروله
لکه دېوالونه
د خوځیدو نه وو
د فرهنګ په پرمختګ کې فلسفه، ساينس، مذهب او هنر موازي روان وي. هغه ټولنه چې فکري رشد يې نه وي کړى او له نويو وسايلو سره اشنا شوې نه وي، هغه له هنر او دې نورو سره اوږه په اوږه نه شي تلاى.
ورور مې چې په نوې شاعرۍ کې يې مشکل درلود او په ادبي مزاج يا احساساتو يې برابره نه وه، نه يې خوښوله.