هیلي کوپتر

تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: د بلخ ولایت حیرتان بندر ته نږدې نن د ملي ځواکونو یوه Mi17 څرخکه نسکوره شوه او درسته سپرلۍ یې مړه شوه.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل پېښه تاییدوي او وايي نن ماښام پنځه نیمې بجې د تخنیکي ستونزو له امله د ملي اردو یوه څرخکه حیرتان بندر ته نږدې چېرته چې د شاهین ۲۰۹ قول اردو هم ده، لوېدلې ده.

 د عادل په خبره په دې پېښه کې د څرخۍ الوتکې ۷ کسیزه عمله هم وه او ټول کسان په کې وژل شوي دي.

 خو د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند حنیف رضايي بیا وايي، الوتکه د تعلیمي پرواز پر مهال د تخنیکي ستونزې له کبله راپرېوتې ده، چې مرګ ژوبلې په اړه یې لا معلومات نه دي ورکړي.

په شمال کې د ملي اردو څرخکه په داسې حال کې راغورځېدلې، چې همدا نن هند افغانستان ته د جګړې د ډګر لپاره دوه مي – ۲۴څرخکې ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *