تاند، شنبه، د جدي ۱۴مه: د مزار شریف ښار لسمې حوزه کې د ښځو د یو حمام مخې ته چاودنې ۱ تن وژلی او ۳ ملکیان يې ژوبل کړي دي.

 د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل تاند ته وویل، پېښه نن سهار لس بجې شاوخوا شوې چې په غالب ګومان ځای پر ځای شوی ماین و.

 د بلخ د حوزوي روغتون بیا نه وايي چې ټپیان او مړي ښځې دي که نارینه؟ خو زیاتوي چې د ټپیانو وضعیت ښه دی او درملنه یې روانه ده.

 تر اوسه د مزار شریف ښار په شرقي ساحه کې د دغې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *