تاند، سه شنبه، د حمل ۵مه: په مزار شریف کې د کووید ۱۹ یا کورونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان د دغه روغتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د عامې روغتیا وزارت په راتلونکو ورځو کې د ټول هېواد په کچه د کورونا د درملنې ۷۰۰ بستره چمتو کول غواړي.

نوموړی وايي، حکومت د د کورونا د مخنیوي لپاره جدي اقدامات پیل کړي دي خو په وینا یې په ایران کې د دغې ناروغۍ د بې قابو کېدو له کبله افغانستان ته د کډوالو راستنېدا زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دا مهال د کورونا ۴۲ پېښې ثبت شوې دي، خو د درملنې لپاره یې په هرات کې ۱۰۰ بستریز، په مزار شریف کې ۲۰۰ بستریز، په ننګرهار کې ۱۰۰ بستریز، په کابل کې ۱۰۰ بستریز او څو نورو ولایتونو کې لس بستریز مرکزونه پرانیستل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې به د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره د زر بستریز مرکز جوړولو چارې هم بشپړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *