جاويد واک –
په مزار شریف کې د ویښ ځوانانو غورځنګ او بلخ ادبي خوځښت غړي او لسګونه ښاریان هغه وخت واټونو ته راووتل او د افغانستان بیرغونه یې له ځانه سره ولیږدول، چې د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د پاکستان کرکټ الف لوبډلې ته په اسلام اباد کې ماتې ورکړه.
دا لومړی ځل و، چې د افغانستان د الف لوبډله د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکوي. د دغې لوبې نندارې ته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او دپاکستان صدر اعضم نواز شریف هم ورغلي وو.
په مزار شریف کې ډېری ځوانان خوشاله وو چې د هیواد کرکټ ټیم یې د پاکستان کرکټ ټيم په څېر یوه پیاوړي او با تجربه ټیم ته ماتې ورکړه.
په مزار شریف کې د ويښ ځوانانو غورځنګ د ولایتي کمېټې مرستیال غلام رسول ملکزي د بریا د نمانځلو پر مهال وویل، چې دا د افغانستان لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه ده.
نوموړي له هیوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل لوبغاړي ونازوي او تشویق یې کړي.
هغه د کرکټ وروستۍ بریاوې د سپورت په برخه کې د یوه نیک شګوڼ په نوم یاد کړل او زیاته یې کړه، چې دوی هیله من تر څو په نړیوال جام کې ملي لوبډله ښه وځلیږي.
د بلخ ادبي خوځښت غړي بریالي جلالزي وویل چې د ورته لوبو ترسره کول د هیوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې ګټور بولي.
دوی وايي چې افغان دولت باید ځوانانو ته د ورزش کولو زمینه برابره کړي، تر څو په دې ډول ځوانان خپل استعدادونه وکاروي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې افغان نولس کلنو ځوانانو له پاکستان څخه د کرکټ لوبو یو سیریز وګاټه او ورپسې دغو ځوانو لوبغاړو د ۲۰۱۶ نړیوال جام د غوراوي سیالۍ هم وګټلې.