داسې ښکاریده لکه اسمان چې د کومې کوڼدې تور څادر له ځانه تاو کړای وي. دوکانونه، رستورانونه، هر څه بند و. ښار کې هیڅ څوک هم نه و.
پرې غږ ېي وکړ: دې خوا شه!
دا هم په منډه د هغه خوا ته نږدې شوه. د لیونو په شان د سړک په منځ کې روانه وه.
نه پوهېده چې له کومې ډېره ډارېده؟ له دې چې د شپې ناوخته وه او دا هیڅکله هم دومره ناوخته تنها نه ده ګرځيدلې ؟ او که له دې چې د یو بیګانه سره په لاره کې روانه وه؟
«ته ژاړې؟»
«نه، نه ژاړم» په ژړغوني غږ ېي ځواب ورکړ.
بیا ېي ورو د ځانه سره وویل: «نور به هیڅکله هم خپله لاره ورکه نه کړم.»