پورتنۍ درې کلمې په پښتو کې د یوې مانا د رانغاړلو لپاره کارول کېږي. پښتانه د یادو درې واړو املايي بڼو وینګ یو ډول کوي، خو کله چې موږ د پښتو د کره لیکدود د کارونې خبره کوو، نو هدف دا دی چې پر پښتو لیکل کېدونکي متن باندې باید د پښتو ژبې خپل بنسټونه (قواعد) پلي شي.
د یوې مانا او درې املایي بڼو د را څرګندېدو ستونزه له دې ده چې د (مسئله) کلمه له اره عربي ده او پښتو ژبه د خپلو فونیمو په سیستم کې د (ء) فونیم نه لري.
د ورته قضایاوو د حل یوه لار د کلماتو مفغنول دي. دا کار له ډېرو پخوا زمانو څخه تر سره شوی او بېلګې یې هم روښانه دي.
د عربۍ ژبې د قمیص کلمه له دې امله د پښتو په کمیس بدله شوه چې د عربۍ ځانګړي فونیمونه (ق ـ ص) په پښتو کې نه شته او د یادو اوازونو (فونیمونو) پر ځای د پښتو کابو هممخرجه فونیمونه (ک – س ) عوض شوي، چې همدې پروسیجر ته بیا د کلمو مفغنېدل یا افغاني کېدل وايي.
په لنډ ډول:
دا چې د پښتو د اوازونو په سیستم کې د (ء) فونیم نشته، نو که غواړو پر یاده کلمه د پښتو املايي بنسټونه پلي او مفغنه یې کړو، نو باید (ء) اواز د پښتو په کابو مهممخرجه اواز (زور) یا په لږ لرې هممخرخه اواز (الف) واړوو.
لومړی: که یاده کلمه د (مسئله) په بڼه لیکو، مانا دا ده چې یوه عربي کلمه مو پر پښتو ور تپلې چې د پښتو املا په چوکاټ کې ناسمه ده.
دویم: که د (مسئله) کلمې (ء) په لږ لرې هممخرجه فونیم (الف) بدلوو، نو په پښتو کې بیا د کتغ د مسالې له کلمې سره ورته والی رامنځ ته کوي. یو وخت نه یو وخت به پښتو لوستونکی له یادې کلمې څخه د مانا په اخیستو کې له ستونزو سره مخامخېږي.
درېیم: که د (مسئله) کلمې (ء) پر زور واړوو، نو نه یوازې د عربۍ (ء) فونیم ته به مو نږدې هممخرجه فونیم ټاکلی وي، بلکې د کتغ د (مسالې) له املايي بڼې سره به مو د ټکر رامنځ ته کېدو مخه هم نیولې او زیاتي به مو پښتو د یوې مانا او درې املایي بڼو له ستونزې ژغورلې وي.
په پښتو کې د زور لیکلو لار:
د پښتو ژبې د ټولو اوازونو د رانغاړلو لپاره شته لیکدود بسنه نه کوي. په اوسني لیکدود کې د زور لیکلو بڼه نسبت د زور موقعیت ته توپیر کوي.
په پښتو کې د زور د لیکلو قاعده دا ده چې د کلمي په پیل کې په الف (اتل، اخیستل، اچول…)، د کلمې په منځ کې نه لیکل کېږي. لکه په (تکل، ټکر) او نورو کې او د کلمې په پای کې په (ه) ګرافیم سره لیکل کېږي. لکه د ( پیاله، سترګه، پوزه، مینه) او نورو ویونو کې.
نو د پورتنۍ شننې پر بنسټ ویلای شو چې د (مسئله) کلمه باید د پښتو د املایي قواعدو له مخې د (مسله) په بڼه ولیکل شي.
درنښت
_____________
سلامونه!
یوه یادونه ضرور ده. اړتیا نسته چي موږ چي له عربي او یا بلي ژبي له کلیمو څخه ژبه پاکه کړو او نه دا امکان لري، خو پاته د مسئله او مَسَله خبره سوه، مَسَله د سره څیرلو مانا لري.
په جنوبي حوزه کي خلک دا یوه خبره عامه کوي وای: سره مَسَله به دي کړم(سره څیري به دي کړم)
په درناوي