د ټولو منفی احساسات له منځه وړلو لپاره مسئولیت منل په کار دي. کله، چې تاسو دا ډول ووایئ، چې «زه مسئول یم» نو په هغې صورت کې بیا شونې نه ده، چې په تاسو کې دې منفي احساسات پاتې شي یعنې ټول له منځه ځي. «زه مسئول یم» جمله ډېره ساده اما خورا پیاوړې ده.
د منفي احساساتو له منځه وړلو لپاره د دې جملې پیاوړتیا بسنه کوي اما انګېرل یې هېر نه کړئ! تاسو پرته له دې انګېرنې، چې په هر دلیل عصباني یا غوصه کېږي کولای شئ ترڅو یواځې «زه مسئول یم» جملې په ویلو سره مو ټول منفي احساسات له منځه یوسئ او په هغه صورت کې مو د ژوند کنټرول په آزاد ډول په خپل لاس کې واخلئ.
تاسو یواځې په هغه وخت کې کولای شئ د خپل ژوند د هرې برخې لپاره خپله موخه جوړه او هغې ته ځان ورسوئ، چې پرته ستاسو له کوم قید او شرط څخه په مسئولیت منلو سره مو د منفي احساساتو له زیان څخه ځان ژغورلی وي.
کله، چې پراخه ذهن او احساسات ولرئ نو یواځې په همدغه صورت کې کولای شئ خپلې انرژۍ او احساس ته مو غوره مسیر او لاره وټاکئ، ترڅو له احساس او انرژۍ څخه پوره پوره غوره ګټه واخلئ. هېڅ کار هم پرته له مسئولیت منلو څخه په پوره ډول نه ترسره کېږي.