ځوروونکي ده چې د ژوند په رېلګاډي کې ناست يې. رېلګاډی د روانېدو هارنونه کوي. مسافرو ته په کړکیو کې خپل، خپلوان او ملګري ګوري، ورسره خبرې کوي او بیا بیا په ځان د پام ساتلو یادونه ورته کوي.
خو ته نه د چا د غږ منتظر وې، نه د رېلګاډي د روانېدو او نه هم د درېدو او رسېدو. نه درسره د پاتې کېدونکی سیمې غم وي او نه د منزل د لیدو خوشبین يې. نه دې چاته د مینې لیک پرېښی وي او نه د چا لیدو ته ور روان يې.
نه دې پر شونډو د موسکا څرک وي او نه دې هم اوښکې د تویولو لپاره باقي ساتلي وي. یوازې ساه اخلې او له خپلې هرې ساه اخېستو سره پوهېږې چې لا هم ژوندی يې.
زه د دې سفر مسافر یم….