یا Foreign Direct Investment (FDI):

د هندوستان د تجارت او صنعت وزیري نیرملا سیترمن د چهارشنبي په ورځ د اګسټ په پنځمه نیټه، د هندوستان پارلمان ته راپور ورکړ چې هند په ۲۰۱۵-۲۰۱۴ مالي کال کې له هغو ۱۲ هیوادونو څخه چې د هند صدر اعظم ناریندرا مودې په دغه موده کې سفرونه ورته کړي د 78.19 میلیارده ډالرو په ارزښت مستقیمه بهرنۍ پانګه اچونه تر لاسه کړې ده.

نیرملا وویل چې په همدغه دوران کې هندې کمپنیو هم په بهرنیو هیوادونو کې د3.42  میلیارده ډالرو په ارزښت پانګه اچونه کړې ده. هغه ۱۲ هیوادونه چې ناریندرا مودې سفرونه ورته کړې او په هند کې یې مستقیمه پانګه اچونه کړې ده د بوتان، برازیل، نیپال، جاپان، د امریکا متحده ایالات، میانمار، استرلیا، فیجي، سریلانکا او سینګاپور هیوادونه دي.

همدارنګه د هندوستان د تجارت او صنایعو وزیرې نیرملا سیترمن وویل چې د ۲۰۱۴-۲۰۱۵ مالي کال په دوران کې له هند څخه بهر تلونکې ټوله پانګه  42.6 میلیارده ډالره وه، په داسي حال کې چې هند ته راتلونکي پانګه75.71   میلیارده ډالره ته رسېږي.

په هند کې په بهرنۍ پانګوني کې د تیر مالي کال په نسبت 27 فیصده زیاتوالی راغلی چې 30 میلیارده ډالره کیږي . دا په اقتصادې ډګر کې د ناریندرا مودې لپاره ستره لاسته راوړنه ده.

بهرنۍ مستفیمه پانګونه څه شی ده؟

اوس به په لنډو کې په دې وغږیږو چې Foreign Direct Investment (FDI)یا مستقیمه بهرنۍ پانګه اچونه د پانګې اچوني کوم ډول دی او په کومو هیوادونو کې ګټور ثابیتیدلای شي؟

FDI  په یوه تجارت باندي هغې پانګونې (پانګې اچوني) ته ویل کیږي چې د یوه هیواد پانګه اچوونکي کمپنۍ او شرکتونه یې په بل هیواد کې وکړي او بهرني هیواد پانګه اچونکی په هغه تجارت باندې چې په بل هیواد کې یې پانګه ورباندې اچولي کنترول هم ولري. د اقتصادې همکاریو او پرمختیا نړیوالي اداري یا Organization of Economic Cooperation and Development (OECD) د قوانینو په اساس په بهرني هیواد کې په پانګه اچونه باندي کنترول دې ته ویل کیږي چې پانګه اچونکي کمپنۍ یا شرکتونه په بهرني هیواد کې چې پانګه یې پکښي اچولي د خپلي سرمایې ترلسو فیصدو یا پانګې ته په کتو سره تر هغه زیاته برخې باندې کنترول ولري.

دا ډول سرمایه ګذاري په لیږ پرمختللو او مخ پر وده هیوادونو کې د اقتصادې پرمختګ یوه غوره لار بلل کیږي. په دا ډول پانګې اچونې سره د هیوادونو تر منځ د اوږد مهالي اقتصادې اړیکو لپاره لار هواریږي. او دا چې بهرنی پانګه اچونکی د پانګې په لسو او یا زیاته برخه کنترول لري دا ښيې چې پانګه اچونکی شرکت یا کمپنۍ اوږد مهاله دوه طرفه اقتصادې اړیکي جوړول او ساتل غواړي.

د FDI  لپاره دوه مشهوري ستراتیژيوي کارول کیږي. لومړئ هغه یې داده چې یوه کمپنئ یا شرکت په بل هیواد کې د خپل کمپنۍ تر نامه لاندې او کاري وړتیاوو سره فکټري، کارخاني، او پلانونه عملي کړي او هرڅه له اساسه جوړ او پانګه اچونه وکړې.  دغه ډول پانګې اچونې ته Greenfield Investment  ویل کیږي.

دوهم ډول یې داده چې یو بهرنی شرکت یا کمپنۍ د بل هیواد ځینو له مخکې نه موجود شرکتونه او کمپنیو سهمونه راونیسي او پانګه پري واچوې. په دغه ډول پانګه اچونه کې پانګه اچونکی ضرورت نلري چې هرڅه له سره جوړ کړې بلکې د یوه تیار جوړ شوي شرکت یوه برخه یا ټول سهم رانیسي او پانګه پري اچوي.  د بهرنۍ مستقمي پانګې اچوني دغه ستراتیژي ته   Brownfield Investment ویل کیږي.

هغه سوداګري او تجارتونه چې د مستقیمي بهرنۍ پانګې اچونې په نتجه کې د هیوادونو په کچه رامنځته کیږي او هغه کمپنۍ او شرکتونه چې دا ډول پانګه اچونه کوې د multinational corporations (MNCs)  او یا  multinational enterprises (MNEs) په نوم یادیږي.

د دا ډول پانګې اچوني ګټي د سترو نړیوالو شرکتونو لپاره دادې چې دوئ په اسانه کولای شي نړیوالو مارکیټونو ته لاره پیدا کړي او هم نړیواله سرمایه او پانګه خپل هیواد ته جذب کړي. بله مهمه ګټه یې داده چې نړیوال شرکتونه او کمپنۍ د مخ پروده او لیږ پرمختللو هیوادونو قیمتي او ارزښتمندو منابعو ته لاسرسی پیدا کوي.. مثلاً‎ لکه د تیلو، او قیمتي کاڼو او نورو طبیعي منابعو ته لاسرسی. دریمه ګټه یې هم داده چې ستر نړیوال شرکتونه کولای شي په لیږ پرمختلليو او مخ پروده هیوادونو کې د تولید په ډیر کم قیمت سره کولای شي ستر تولیدات او پانګې اچوني وکړي. ارزانه ځمکه، پریمانه او ارزانه مزدور يې مثالونه کیدای شي.

دا ډول پانګه اچونه د لیږ پرمخ تللو او مخ پروده هیوادونو لپاره هم ډیري ګټي لري چې لومړئ ګټه یې داده چې نړیواله سرمایه هیواد ته لاره پیدا کوي. کارګرو او مزدوري طبقي ته کار او دندي پیدا کيږي. د دولت لپاره د مالیاتو له طریقه د پیسو راټولیدل، د تخنیکي پرسونل روزل، په هیواد کې د پرمختللو شرکتونو، کمپنیو، کارخانو، او فابریکو جوړیدل یې ټول هغه ګټي دې چې کوربه هیواد ته رسیږي.

زمونږ هیواد افغانستان تر بل هروخت دغه ډول پانګه اچوني ته چمتو دی او ضرورت هم ورته لري. د پراخو طبیعي منابعو شتون، د ازاد مارکیټ موقع، د افغانستان جغرافیایې موقیعت او په هیواد کې د  رقابت نه شتونه دې ته زمینه برابروي چې افغانستان دغه ډول پانګي را جذب کړي تر څو د غریبو هیوادوالو اقتصاد او د ژوند کولو کچه ورسره وده وکړي. امنیتي ستونزي، او اداري فساد په افغانستان کې ددغه ډول پانګه اچوني په وړاندي ستر خنډونه دې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *