د یوې ښکارندې(پدیدې) د پیژندلو ښه طریقه دا ده چې مختلفې بڼې او ډولونه یې وپیژنو. له لویه سره تبعیض په مستقیم او غیرمستقیم باندې ویشلای شو.
که یو څوک مثلا د خپل رنګ، عمر، یا جسمي او عصبي ځانګړنې په خاطر په یوه سپک نوم ونومول شي، مونږ دغه ډول نومېدا ناوړه او د تبعیض په اساس ګڼو. مستقیم تبعیض په اسانۍ سره پیژندل کېږي خو د غیرمستقیم تبعیض پیژندل یو څه ډېر غور غواړي. مثلا یوه موسسه غواړي څو کسه استخدام کړي. دغو کسانو ته چې به کوم کار ورکول کېږي، په هغه کې د انګلیسي زده کړه ضرور نه ده، خو د کار په اعلان کې دا شرط هم ذکر کېږي چې انګلیسي یې باید زده وي. دلته له هغو کسانو سره تبعیض وینو چې انګلیسي یې زده نه ده. دغه تبعیض ته ممکن زیات کسان متوجه نه شي او په همدې وجه یې غیر مستقیم بولو. غیرمستقیم تبعیضونه کله نا کله دومره عادي او د منلو وړ ښکاري چې په قوانینو کې راشي او رسمي بڼه خپله کړي او په دې ډول ډېرې ستونزې را ولاړې کړي.
په افغانستان کې کله کله د کار یو اعلان داسې اخبار ته ورکول کېږي چې هغه ورځپاڼه یوازې په یوه ښار کې مثلا په کابل کې وېشل کېږي. هغه ځوان چې په ولایت کې اوسي او له دې اعلانه نه خبرېږي، له هغه سره په غیرمستقیم ډول تبعیض شوی دی. 
که له یو شخص یا یو اجتماعي ګروپ سره د ټولنې د نورو وګړیو په نسبت د خپل دین، عقیدې، توکم ، قوم،جنس، عمر یا معلولیت په اساس ناوړه چلند وشي، نو ویلای شو چې تبعیض ورسره شوی دی. ناوړه چلند مستقیم تبعیض دی خو غیر مستقیم تبعیض په ظاهره ناوړه چلند نه دی مګر نتایج یې د یو چا یا یوه اجتماعي ګروپ لپاره منفي دي.
کله کله د تبعیض د پيژندلو یوازینۍ لاره دا وي چې وګورو د خلکو په یوې ډلې یې څنګه اثر کړی دی. مثلا که یوه سرکاري ودانۍ داسې جوړېږي چې معلول ته پکې له خپل بایسکل سره ورتګ ممکن نه وي، نو معلول ته ستونزه پیدا شوه او له ده سره تبعیض وشو.
داسې به وګڼو چې یوه خیریه موسسه بېوزلو خلکو ته په وړیا ډول روغتیایي کلینکونه یا ښوونځي جوړوي. اوس که دغه موسسه د یو ځای خلکو ته د بل ځای د خلکو په نسبت دوه برابره زیاته توجه وکړي، په ظاهره یې هغو خلکو ته هم صدمه نه ده رسولې چې کمه توجه ورته شوې ده، مګر تبعیض یې بولو. د دې موسسې د اقدام نهایي نتیجه دا ده چې د یو ځای خلک لاسبري خو د بل ځای خلک لاس لاندې او وروسته پاتې وساتل شي.
تبعیض فکر نه بلکې د یوه قالبي فکر، تعصب او وارمخکې قضاوت عملي کولو ته وایي. مانا دا چې تبعیض د عمل جامه اغوندي. دغه عمل کله کله د فزیکي اقدام په بڼه وي او کله روحي ګوزار وي. د یو بل قام، بلې ژبې، بل مذهب، بل جنس یا بل توکم په کسانو پورې ریشخند وهل او ټوکې کول، فزیکي نه بلکې روحي ګوزارونه دي. په اوسني افغانستان کې کله کله هغه کسان چې ځانونو ته مهذب او با کلتوره وایي، په خاصو قومونو پورې ټوکې جوړوي. دغه ټوکې کله نا کله په اجتماعي رسنیو کې هم وینو چې د بشري حقونو او د انسانانو تر منځ د برابري د اصل خلاف خبره ده او پکار ده چې وغندل شي او مخنیوی یې وشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *