ژباړه: حمیدالله حمیدي
مسجدالحرام یا مسجد اعظم، د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی جومات او د مسلمانانو قبله هم بلل کېږي. دغه جومات د سعودي عربستان د مکې مکرمې په ښار کې موقعیت لري. مسجدالحرام ځکه ورته وایي چې هر ژوندی موجود په کې په امن کې دی او څوک ورته زیان نه شي رسولی. دغه جومات د اسلام په لومړیو کې ډېر کوچنی و، د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر بن خطاب(رض) امر وکړ، چې د جومات شاوخوا کورونه دې په بیه واخیستل شي او جومات دې لوی کړای شي. تر دې وخته د جومات شاوخوا دېوالونو شتون نه درلود. جومات اوس د هغه وخت په پرتله څوچنده لوی شوی دی. دغه جومات د ( ۹۰۰،۰۰۰) لمونځ کوونکو ظرفیت لري چې د حج په مراسمو کې یې شمېر ان تر (۴،۰۰۰،۰۰۰) کسانو پورې رسېږي. مسجد الحرام (۹) منارې لري، چې د هرې یوې لوړوالی تر (۸۹) مترو پورې رسېږي.