مفتي محمد شريف راشد

مسجد ته له ننوتلو نه وروسته دوه رکعته لمونځ کول:    

ابوقتاده رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : چې کله ستاسو کوم کس مسجد ته ننوځي نو دوه رکعته لمونځ دې وکړي ، مخکې له دې چې کښينې . ( بخاري ) عن أبي قتادة السلمي : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال :إذا دخل أحدكم المسجد فليركع ركعتين قبل أن يجلس . ( رواه البخاري )

مسئله : که د لمانځه وخت وي نو دوه رکعته دې وکړي ، او که د لمانځه وخت نه وي ، يا امام خطبه وايي ، يا جماعت ولاړ وي بيا دې نه کوي .

مسئله : که په داسې وخت کې مسجد ته ننوتلو چې هغه وخت نفل نه کېږي لکه د سهار له اذان نه تر لمر ختلو پورې ، يا د مازديګر له لمانځه نه وروسته نو بيا به دا دوه رکعتونه نه کوي ، بلکه ( ذکر به کوي يعنې ) سبحان الله او لاإله إلا الله به وايي ، او درود شريف به وايي ، ( يعنې اللهم صل علی محمد تر آخره پورې ) رد المحتار )

    مسئله : د تحية المسجد لپاره ښه داده چې مسجد ته له ننوتلو سره سم وکړل شي ، خو که څوک مسجد ته له ننوتلو نه وروسته کښېناستلو نو په ناستې سره دا لمونځ نه ترې ختمېږي ( الدر المختار ) و لا تسقط بالجلوس عندنا ، ( الدر ) بلکه کولای شي چې بيا ودرېږي او دغه لمونځ وکړي .

مسئله : څوک چې مسجد حرام ته ننوځي او د طواف اراده لري نو بيا دې طواف وکړي او تحية المسجد دې پرېږدي ، د دې وجه به کېدای شي دا وي چې دا به بيا د طواف په دوه رکعتونو کې راځي .( رد محتار )

د سفر او له سفر نه د را رسېدلو دوه رکعتونه :

    ښه خبره دا ده چې څوک سفر ته روانېږي نو د روانېدو په وخت کې په کور کې د سفر دوه رکعتونه وکړي ، او چې کله بېرته را ورسېږي نو هم دوه رکعتونه وکړي . (در مختار) من المندوبات رکعتا السفر و القدوم منه .(الدرالمختار)

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : څوک چې سفر ته روانېږي او په خپل کور کې دوه رکعته لمونځ وکړي ، ( نو دا يې خپلې کورنۍ ته ډېر ښه سوغات پرېښودلو چې ) له دې نه بل ښه شی هغه خپلې کورنۍ ته ندی پريښی . ( طبراني ، ابن أبي شيبه )

او رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله له سفر نه راغی نو اول به مسجد ته لاړولو هغلته به يې دوه رکعتونه وکړل ، بيا به کور ته تللو .       ( مسلم )

   عَنْ مُطْعِم بْنِ الْمِقْدَامِ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّه صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { مَا خَلَّفَ أَحَدٌ عِنْدَ أَهْلِهِ أَفْضَلَ مِنْ رَكْعَتَيْنِ يَرْكَعُهُمَا عِنْدَهُمْ حِينَ يُرِيدُ سَفَرًا } ” رَوَاهُ الطَّبَرَانِيُّ ، و ابن أبي شيبة )

    وَعَنْ كَعْبِ بْنِ مَالِكٍ قال : كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَا يَقْدَمُ مِنْ السَّفَرِ إلَّا نَهَارًا فِي الضُّحَى ، فَإِذَا قَدِمَ بَدَأَ بِالْمَسْجِدِ فَصَلَّى فِيهِ رَكْعَتَيْنِ ثُمَّ جَلَسَ فِيهِ ” رَوَاهُ مُسْلِمٌ .وَمُفَادُهُ اخْتِصَاصُ صَلَاةِ رَكْعَتَيْ السَّفَرِ بِالْبَيْتِ ، وَرَكْعَتَيْ الْقُدُومِ مِنْهُ بِالْمَسْجِدِ وَبِهِ صَرَّحَ الشَّافِعِيَّةُ .( رد المحتار : 2 / 24)

صلاة الحاجت : د ضرورت او حاجت د وخت لمونځ .

له عبدالله بن ابي اوفا رضي الله عنه څخه روايت دی چې   رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې کوم حاجت لري او غواړي چې الله تعالی يې ورته پوره کړي ، يا يې کوم انسان ته کوم کار بند وي نو ښه ښکلی اودس دې وکړي ، بيا دې دوه رکعته لمونځ وکړي ، بيا دې د الله تعالی ثناء  اووايي ( يعنې سُبحان الله ، يا سُبحان اللهِ و بِحَمْدِه سبحانَ اللهِ العَظيْمِ ) . بيا دې په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې درود اووايي ( يعنې : اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ علی آلِ مُحَمَّدٍ) بيا دې دا دعا اووايي : لاإله إلا اللهُ الحليمُ الكريمُسبحانَ اللهِ ربِّ الْعَرْشِ الْعَظِيْمِ اَلْحَمْدُ للهِ رب العالمينَ أَسْئَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحْمَتِكَ وعَزَائِمَ مَغْفِرَتِكَ والْغَنِيْمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ والسَّلامَةَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ لَا تَدَعْ لِيْ ذَنْبًا إِلَّا غَفَرْتَهُ وَلَا هَمًّا إِلَّا فَرَّجْتَهُ وِلَا حَاجَةً هِيَ لَكَ رِضًا إِلَّا قَضَيْتَهَا يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ . د ابن ماجه په روايت کې راغلي چې : بيا دې خپل حاجت اوغواړي نو پوره به شي . (ترمذي ،ابن ماجه )

صلاة الاِستخارة :

د استخارې معنا ده : له الله جل جلاله څخه خير غوښتل ، رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو سپېڅليو لارښوونو کې مسلمانانو ته دا هم ور ښودلې ده چې له هر کار څخه مخکې دې استخاره کوي يعنې له الله جل جلاله څخه دې د هغه کار خير غواړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : هغه څوک به تاوان ونکړي چې له کار نه مخکې يې استخاره وکړه ، او هغه څوک به پښېمانه نشي چې مشوره يې وکړه ، او هغه څوک به بې پيسو نشي چې په احتياط سره يې مصرف وکړو . ( طبراني )

          عن أنس بن مالك قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ما خاب من استخار ولا ندم من استشار ولا عال من اقتصد ( المعجم الأوسط للطبراني )

د استخارې طريقه :

حضرت جابر بن عبد الله رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به مونږ ته په هر کار کې له مخکې نه استخاره په دومره پاملرنې ( اهتمام ) سره راښودله لکه څنګه به يې   چې د قرآن يو سورت را ښودولو ، فرمايل به يې چې : کله تاسو د کوم کار هوډ   (قصد) وکړئ نو ( له هغې نه مخکې اول ) دوه رکعته ( نفل ) لمونځ وکړئ ، بيا دا دعا او وايئ : اَللّهُمَّ إِنِّيْ أَسْتَخِيْرُكَ بِعِلْمِكَ وَ أَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ وَ أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيْمِ فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَ لَا أَقْدِرُ وَ تَعْلَمُ وَ لَا أَعْلَمُ وَ أَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوْبِ , اَللّهُمَّ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الْأَمْرَ خَيْرٌ لِيْ فِيْ دِيْنِيْ وَ مَعَاشِيْ وَ عَاقِبَةِ أَمْرِيْ فَاقْدُرْهُ لِيْ وَ يَسِّرْهُ لِيْ ثُمَّ بَارِكْ لِيْ فِيْهِ وَ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الْأَمْرَ شَرٌّ لِيْ فِيْ دِيْنِيْ وَ مَعَاشِيْ وَ عَاقِبَةِ أَمْرِيْ فَاصْرِفْهُ عَنِّيْ وَ اصْرِفْنِيْ عَنُهُ وَ اقْدُرْ لِيْ اَلْخَيْرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ ارْضِنِيْ بِهْ.    ( بخاري )

که د چا عربي زده وي نو د دې دعا په هغو دوه ځايونو کې دې له ( هذا ) څخه وروسته د خپل کار نوم اخلي چې د ( هذا ) ټکي پکې راغلي دي ، او که يې عربي نه وي زده نو بيا دې پدې دواړو ځايونو کې خپل کار او حاجت په زړه کې له ځان سره وايي .

     عن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما قال : كان رسول الله صلى الله عليه و سلم يعلمنا الاستخارة في الأمور كما يعلمنا السورة من القرآن ، يقول : إذا هم أحدكم بالأمر فليركع ركعتين من غير الفريضة ، ثم ليقل : اللهم إني أستخيرك الخ قال : ويسمي حاجته . ( رواه البخاري )

قوله :ويسمي : أي : يعين حاجته مثل أن يقول : إن كنت تعلم أن هذا الأمر من السفر أو التزوج أو نحو ذلك . (عمدة القاري، باب الدعاء عند الاستخارة )

مسئله : د استخارې له لمانځه نه وروسته   يې چې په زړه کې کوم لوری   ښه ښکاره کېدلو نو هماغه لوری دې غوره کړي ، که په اول وارې د ده زړه خلاص نشو نو تر ۷ اوو وارو پورې دې   وکړي .

مسئله : امام نووي فرمايي چې : مستحب دادی چې : په اول رکعت کې قل يا أیها الکافرون او په دوهم کې قل هو الله أحد، اووايي . ( تحفة الأحوذي )

قال النووي إذا استخار مضى بعدها لِما شرح له صدره انتهى .

قد ورد تكرار الاستخارة في حديثٍ رواه بن السني من حديث أنسمرفوعا بلفظ : إذا هممت بأمر فاستخر ربك فيه سبع مرات ثم انظر إلى الذي يسبق إلى قلبك فإن الخير فيه .

يستحب أن يقرأ في ركعتي الاستخارة في الأولى بعد الفاتحة قل يا أيها الكافرون وفي الثانية قل هو الله أحد . ( تحفة الأحوذي ،باب ما جاء في صلاة الاستخارة )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *