مسعود اندرابي

تاند- د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مرستیال او سرپرست مسعود اندرابي د کورنیو چارو سرپرست وزیر نومول شوی دی.

سرچینې وايي چې حکومت به ژر اندرابي د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته وروپېژني.

وروسته له دې چې ۳ کاله مخکې د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل استعفا وکړه، ښاغلی اندرابي د یوې مودې لپاره د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست و.

مسعود اندرابي د ملي امنیت ریاست د عملیاتي ريیس په توګه هم کار کړی دی.

د ویس احمد برمک له استعفا وروسته د لنډ وخت لپاره امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو خو صالح د دې لپاره د کورنیو چارو وزارت چوکۍ پرېښوده چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د اشرف غني لومړی مرستیال وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *