تاند، سه شنبه، د حمل ۲۶ مه: د عدلي ارګانونو د معلوماتو له مخې د کورنیو چارو وزارت داسې کس د غزني امنیه قومندان ټاکلی چې د فساد د دوسیو تر څنګ یې په موټر کې طالب قومندان هم نیول شوی و چې له یوه ځایه یې بل ځای ته لېږداوه.

د میدان وردګو پخوانی امنیه قومندان خلیل اندرابي چې له واک څخه د ناوړه استفادې او د ۲۴ میلیونه افغانیو د اختلاس په تور یو کال بندي و او اوس هم د فساد یوه دوسیه لري، څو ورځې وړاندې د غزنی ولایت امنیه قومندان وټاکل شو.

ښاغلی اندرابي په ۱۳۹۶ کال کې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې مرکز د لومړنۍ محکمې لخوا له واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور محکوم شوی و او د منسوبینو له اعاشې څخه یې ۲۴ میلیونه افغانۍ وهلې وې، خو یو کال وروسته هغه له استیناف محکمې برائت ترلاسه کړ.

خلیل اندرابي تر دغې پېښې وروسته له یو طالب قومندان سره هم لاس په لاس نیول شوی و چې غوښتل یې دغه قومندان په رینجر موټر کې له پلخمري څخه انتقال کړي.

اوس د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي رسنیو ته ویلي، چې د اندرابي دویمه قضیه لا هم خلاصه نه ده تو مړضوع یې د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره استول شوې ده.
خلیل اندرابي چې د مسعود اندرابي سیمه وال دی، تازه ګمارنې یې د خلکو غبرګونونه راپورته کړيدي.

4 thoughts on “مسعود اندرابي هغه خلیل اندرابي د غزني قومندان کړ چې طالب قومندان یې رینجر کې پټ کړی و”
  1. ه دې نجس غدارسقوي غله خو یې چې انس حقاني صاحب مقرر کړی وی ډیر به ښه وه، حد اقل غلا خوبه یې نه کوله حرام نمکه به نه و، د نظام پراعتماد خو به یی جنایت نه کاوه. ټوله جاسوسه شمالی ټلواله همدا مال دی

    او دا چی لوی څارنوالي وایي سړی دوسیه لري، خبره یی شګنه ده بس د هغی دوسیی پیسو قرضداره به وی ، لوی څارنوالی نو څوک ده؟ د ګیدړی د لکۍ شاهدي ده ههههههههه

  2. که حکومت شرم لري، نو دا خائن او نچس دې په زور او په بې شرمي پښتنو ته نه رالیږي، خبره د تعصب نه ده، خبره حق ويل دي او نور دې ولس په لوی لاس د تالبانو دروازې ته نه دروي، د خدای له خاطره نور دا حکومت ولې نورو وينو ته لاره خلاصه وي؟
    دا حکومت خو سم دم له پرتاګه رايستلی. دموره نر په دې حکومت او پر وطن دردېدونکی نسته چې خپله دولتي دندو ته عادل ووسي؟

  3. د وزیر داخله نه باید په جدی توګه وپوښتل شی چه آیا په دی مملکت کی دومره قحط رجال ؤ چه نور څوک نه پیدا کیدل چه د غزنی د قوماندانی امنیه مسؤلیت ورته وسپارل شی ، او دغه مهم امنیتی مسؤلیت په یوه نا آرامه ولایت کی یوه ناکامه او تجربه شوی او ضمنآ متهم او مشکوک شخص ته سپارل کیژی ، دا په کوم دلیل ؟

  4. د بن د معاملی د ناولی تولیداتو او لیوانو څخه یو یی همدا دی ،۲۴ میلیونه افغانی د پولیسو له ډوډی څخه جیب ته کول او هغه هم د هغه پولیس چی د وطن د ساتنی لپاره سر ورکوی ډیر سخیف وجدان او ډیره عمیقه پستی غواړی او بیا طالب قوماندان ته خدمت کول چی هغه یی په څو او ولی کړی؟ او نور هغه چی څوک ورباندی خبر ندی، خوټول د حکومت تضعیفول دی.
    دا ډول د چور،وطن خرڅولو،معاملو ارذل الناس باندی اول اعتماد هم احمقانه او دملت سره دښمنی وه لکه د بن معامله چی اوسنی جنګ د طالب هم د هغی زیږنده ده، اوس بیا دا دزد با پشتاره د څه د پاره؟
    کوم مؤمن خوردظابط، یا خادم د ملت چی چور جنرال نه وی ،نه وو؟
    یا د ورور خبره غواړی د طالبانو خوا درنه کړی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *