د مریم میدانی، مونشن ښار

تاند – د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او پخپله د جرمني مسلمانانو تېرماښام /د جون ۹مه/ د جرمني د ستر صنعتي ایالت بایرن یا بواریا د پلازمېنې مونشن په زړه مارین پلتز کې د ماښام اذان او روژه ماتی وکړ. (د اذان ویډیو)‌

مارین پلتز (Marienplatz) د مونشن د یو نیم میلیون نفوس لرونکي ښار مرکزي برخه ده چې مهمې ښاري غونډې، لاریونونه او ناستې په کې ترسره کیږي.

ویل کیږي چې مارین پلتز یا د مریم څلورلارې یا په بله وینا د مریم میدانی له ۱۱۵۸ میلادي کال راهیسې د مونشن ښار مرکزي برخه یا سنټر دی چې خواوشا یې ستر مارکېټونه او د سودا اخیستلو دوکانونه شته دي.‌

د مونشن ښار او خواوشا سیمو د جوماتونو امامانو د جون له ۳مې راهیسې خبرتیاوې خپرې کړې وې چې د جون په ۹مه به په دغه مهم ځای کې په عام محضر کې روژه ماتی کوي.

ښاریان د هرې داسې غونډې او راټولېدنې لپاره له حکومتي چارواکو څخه وار له مخه اجازه اخلي او خپل پروګرام له پولیسو سره شریکوي.

تر دې مخکې، د جون په ۲مه خواوشا دوه زره مسلمانان د مونشن په لوی پارک کې د روژه ماتي لپاره راټول شوي ول. (د پارک د روژه ماتي ویډیو)

په مونشن کې د افغانانو، د میرویس نیکه د جومات، امام مولوي صدیق الله فدایي د جون په ۷مه پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو، « دشنبی په ورځ په مریم پلتز کی مسلمانانو عمومی افطار ته دعوت کړی دی. د مونشن مسلمانان دی خبروی. په اوه نیمو بجو داسلام په هکله عمومی معلومات وړاندی کیږي،»

ویل کیږي چې له ترکیې څخه پرته، په اروپایي هېوادونو کې خواوشا ۴۴ میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې ډېر یې په فرانسه او جرمني کې اوسېږي.

په اروپایي هېوادونو کې مېشت مسلمانان د نورو اروپایانو په څېر د ژوند او کار حقونه او نورې اسانتیاوې لري، او په اروپایي هېوادونو کې له مذهبي ازادۍ څخه په استفادې سره کولی شي چې په ښکاره خلک اسلام ته دعوت کړي چې په دې لړ کې هر کال په زرګونو خلک اسلام ته داخلېدل.

یو شمېر اروپا مېشتي تحلیلګران وایي، چې په تېرو څو کالونو کې او په ځانګړې توګه په پاریس او بروکسل کې د مسلمانانو په نامه د افراطيانو له خوا له ترسره شویو ترهګریزو بریدونو څخه وروسته په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د مسلمانانو پر ضد کرکه راوټوکېدله چې د اروپا مېشتو مسلمانانو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې ستونزې راولاړې کړې.‌

2 thoughts on “مسلمانانو د جرمني د مونشن ښار په زړه کې د ماښام اذان او روژه ماتی وکړ”
  1. مسلمانان له خپل وطنه د اسلام له لاسه را تښتی ، خو بیا دلته له سره مسلمانیږی هاهاهااااااااااااا

  2. الحمداليلاء
    ډيره غټه کارنامه دهغو مومنانو سرته رسولئ اصلئ بوسلمان چه کابل کښئ داسئ کار نشئ کولئ نو په جرمنئ کښئ وکه او جرمنانو ته يئ د اسلام ظور وخود اوس نو د اسلام يوه غټه جنډه هم په دهغه ميدان کښئ ودروئي چه کوفار ويرګئ او ګيرئ هم پړيدئ او غټ ويختان..خو تاکيد کوم د داعش په څير نه.. چه په اينده کښئ د … درب اسلام نه بوسلمان درب حرب ته حجرت وړکړئ د خپل بوسلمان جهادئ ورور او يا هم د لوګئ د لاسه نو مونږ بوسلمانانو ته کفار زر زر ویزه راکړئ او اسلام به مونږ په دا شکل په کفارو ومنو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *