تاند – په فرانسه کې د اسلامي ټولنې یو شمېر مشرانو د هغه عیسوي ملا په فاتحه کې برخه واخیستله چې د سه شنبې په ورځ په دغه هېواد کې د داعش د ترهګرو له خوا په یوه کلیسا باندې د برید په نتیجه کې وژل شوی وو.
ویل کیږي چې وژل شوي پادري جاکس همېل ۸۵ کاله عمر درلود او له شلو کالو راهیسې یې په هغې کلیسا کې امامت کاوه چې په کې ووژل شو.
العربیه انټرنټي خبري رسنۍ لیکلي چې جاکس همېل د خپلې سیمې د مسلمانانو له ټولنې سره په ۱۹۹۰مو کلونو کې ډېرې منډې ترړې کړې وې چې د مسلمانانو له پاره په سیمه کې د یوه جومات د جوړولو اجازه واخلي، چې بالاخره اجازه یې ترلاسه کړه، او جومات جوړ شو. العربیه لیکي چې هغه جومات ته د خواوشا سیمو ۲۷ زره مسلمانان په مختلفو وختونو کې د عبادت له پاره ورځي.
د فرانسې په شمال کې په نورمانډي سیمه کې له رویین سره نژدې د جاکس همېل په کلیسا باندې د جولای د ۲۶مې ترهګریز برید د فرانسې په نیس بندري ښار کې له هغه ترهګریز برید څخه نژدې دوه اونۍ وروسته ترسره شو چې د ۳۳ مسلمانانو په شمول ۸۴ کسان په کې ووژل شول او له درې سوو تنو څخه ډېر نور په کې ټپیان شول.
ویل کيږي چې، مسلمانان په اروپا کې د دغې لویې وچې د وګړو په څېر د ژوند له ټولو موجودو اسانتیاوو څخه برخمن دي، خو په اروپا کې د داعش او نورو افراطي ډلو له خوا له تېرو دوه کالو راهیسې د یو شمېر ترهګریزو بریدونو په ترسره کېدلو سره وخت په وخت د اروپا د نژدې ۴۴ میلیونه مسلمانانو په وړاندې د خلکو کرکه راپارېږي.