ژباړه: ظاهر عمار

عربي او اسلامي نړۍ د وير پر ټغر ناسته ده، له اتلانتيک سمندره نيولې بيا تر پاکستانه؛ په يوه ځای کې کورنۍ جګړه ده، بل ځای قومي پاڅونونه دي، دلته بمي چاودنه ده او هلته بیا درنه وسلواله نښته، اسلامي ښارونه په ورځني ډول له خطرونو سره لاس او ګرېوان دي، مسلمانان پخپلو کې په بېلابېلو قومي، مذهبي، سياسي، ټولنيزو او بلا نورو ډلو ټپلو وېشل شوي، ځینې يې غواړي حکومت ترلاسه کړي، ځينې يې غواړي بېل هېواد جوړ کړي او ځينې نورو بيا دا شعار پورته کړی، چې ننني مسلمانان بايد د سلفو ژوند دود خپل کړي ترڅو له ستونزه خلاص شي… او دا وروسته تر دې، چې ټولې نړۍ یوې بلې نوې پديدې (عربي پسرلي) ته لاسونه وپړکول؛ خو د دې پرځای، چې دا پاڅونونه عرب او نور مسلمانان له استکباري او زورواکو حکومتونو وژغوري، دوی يې د پارېدلو احساساتو او چاودېدونکو تناقضاتو منځ ته ورکش کړل.

مخکې تر دې، چې مختلفي ډلې ټپلې د قاعدې داعش، النصرة، اخوان، حماس، حزب الله، طالبان، بوکو حرام، او د مراکش او مالي د سلفيانو په نوم خپلې جنډې پورته کړي؛ اسلام په خير کې و، او مخکې تر دې، چې دا ډلې او جريانات د يوه او بل پر وړاندې پراخو وسلو ته لاس کړي؛ ازهر او نورو دیني مراکزو د دین ساتنه کوله او هر کال به ترې په زرګونو علماء فارغېدل او د دوی دنده دا وه، چې له ټولو هغو ستونزو او ګواښونو سره سره، چې مسلمانان ورسره لاس او ګرېوان وو؛ د اسلام او اسلامي فکر ساتنه به يې کوله، جوماتونه او نور ديني مراکز په هېښوونکې توګه په ټوله نړۍ کې زيات شول، په اسلامي نړۍ کې د بې سوادۍ کچه خورا ډېره را ټيته شوه، اسلامي عصري پوهنتونونه د سترګو يخوالی وګرځېدل او په پای کې خبره آن تر دې ورسېده، چې نور نو اسلامي نړۍ دې ته اړه نه وه، چې له دې ځايه دې ماشين او له هغه ځايه موټر را وارد کړي او يا دا چې زور خوښونې، تعصب او تکفير ته مخه کړي ترڅو د ويښتابه او پرمختګ له کاروان سره يوځای شي.

سړی، چې د مصر، سوريې، عراق، لبنان، افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو حالاتو ته وګوري، عقل يې زخمي او زړه يې په ژړا شي، کواګې دا چې د ټولې نړۍ مصيبتونه او لانجې زموږ ميراث وي، لویو دولتونو تر ډېره له دې خپلمنځي لانجو لاس اخيستی او ځان يې ګوښه کړی او داسې ښيي، چې ګوندې دوی يې له حلولو عاجز دي، په سوريه کې جنګېدونکي اسلامي ډلې يو بل ته ګوته به ماشه دي، ځینې هېوادونه په يوه ځای کې له یوې ډلې ملاتړ کوي؛ خو په بل ځای کې ورسره جنګېږي، قضيه هغه وخت لا پسې پېچلې شي، چې سړی په عراق او سوريه کې د زرګونو مجاهدينو تمويل او مسلح کولو ته ځير شي، ښه نو دا پرېمانه وسلې له کومه شوې؟!

يو مهال د اسلام يوازينی حل دی شعار پورته شو؛ خو نن او دې په وينو ککړې جبې ته په کتو، چې مسلمانان پکې پراته دي؛ دا پوښتنه را ولاړېږي، چې آيا اسلام د همدې ډلو ټپلو له لاسه پر يوې نړيوالې ستونزې بدل شوی؟! اخوان له سلفيانو سره لاس او ګرېوان ده، سني له شيعه سره په مشکل اخته دی، قاعده له حزب الله سره په جګړه لګيا ده، او عجيبه لا دا چې دا هره ډله د دې دعوه کوي، چې یوازې همدوی په حقه او د الله تعالی په لار کې جنګېږي، په داسې حال کې، چې پخپلو کې سره اوښتي او يو بل وژني.

حقيقي، بلکې یوازينۍ پوښتنه، چې مطرح کېږي دا ده، چي: مسلمانانو ته د وير او مصيبت له دې وادۍ د وتلو لاره کومه ده؟ آيا دا کار اسلامي ډلو ته د حکومت سپارلو له لارې شونې دی؟! که ځواب هو وي، ښه نو کومې ډلې ته بايد وسپارل شي؟! آيا فوځ ته د چارو واګي سپارلو له لارې دا ستونزه حل کېدای شي؟! آیا يوازينی حل دا دی، چې لوی سياسي وهمونه شاته وغورځوو او د طنپالنې او ديموکراسۍ د احساس او اقصادي او بشري رغونې له لارې دا ستونزې حل کړو؟! او کنه دا ستونزې په دې سره حل کېدای شي، چې هر ډول ډلې ډلبازۍ پرېږدو؟!

تر ټولو عجيبه خبره دا ده، چې لوی دولتونه د مسلمانانو ترمنځ د خپلمنځي جګړو اور ته لا پسې لمن وهي، په يوه او بله پلمه يې د حل مخه نيسي او تر دې هم عجيبه دا ده، چې مسلمانانو هم همغوی ته سترګې په لار دي، خپل هېڅ ابتکار نه لري او نه غواړي پخپله په يوه مېز سره کيني او خپلې ستونزې سره حل کړي.

کاشکې، چې د هغو ميلياردونو ډالرو، چې عربي هېوادونو د تېرو پنځوسو کلونو په لړ کې د وسلو په اخيستلو ولګول، يوازې يوه وړه برخه له اسرائيلو سره د جګړې لپاره مصرف شوی وای او پاتې نوره يې په عربي او نورو اسلامي هېوادونو کې پر اقتصادي ودې، تعليمي پرمختللي نظام، ساينس او تکنالوژۍ او د اجتماعي او بشري حالت پر ښه کېدو مصرف شوې وای؛ نو اوس به اسلامي نړۍ په دې زړه ژړوونکو مصيبتونو نه وای اخته او د خپل تاريخ په هغې تيارې او ژورې کندې کې به نه وای پرته، چې اوس ورته ترې د را وتلو لاره معلومه نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *