تاند، یکشنبه، د میزان ۱۴مه: مشرانو جرګې پاکستان ته د طالب پلاوي او خلیلزاد د سفر په تړاو توند غبرګون ښودلی او وايي، پاکستان او امریکا ځانونو ته داسې فکر کوي چې د افغانستان اصلي مالکان وي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وايي، دا ډېر جدي ګواښ دی چې د تروریستانو یوه ډله د تروریستانو ملاتړي هېواد ته تللي او هلته د یو بل هېواد له پلاوي سره د افغانستان پر سوله خبرې کوي.
ښاغلي مسلمیار د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې ګواښ کړی چې هیڅ پردی هیواد د افغان سولې په تړاو پریکړه نه شي کولی، که پریکړه وکړي نو هغه هم د منلو نه ده: (( افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو د طالبانو ترهګره ډله د پردیو استخباراتو له نوکرۍ پرته بل هیڅ شي ته ژمنتیا نه لري.))
ښاغلي مسلمیار په پاکستان کې د ملا برادر لس کلن زندان تېرولو ته په اشاره ویلي، که طالبان د پردیو د لاس الې نه دي بیا څنګه پاکستان ته ولاړل او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته یې ډالۍ ورکړې؟: (( دا ډېره دردوونکې خبره ده او د افغانستان لپاره په عین وخت کې ډېره خطرناکه هم ده.))
ښاغلی مسلمیار په داسې حال کې پاکستان ته د طالب مشرانو د سفر په تړاو توند غبرګون ښودلی چې نن د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف هم له طالبانو څخه د خپل هیواد کلک ملاتړ څرګند کړی دی.
دغه مسلمیار صاحب ډیر ملي سړی دی کور یې ودان.
خو یو بل مسلمیار هم پیزنم چې ننګرهارکې د سیاف په تروریستي تنظیم کې د یوې ترهګرې ډلګۍ سرګروپ وه، ۱۴ کاله یې د آی آیس آی په غوجل کې وه، طالب ته ګوره کټ مټ داسې یې د آی ایس آی لپاره افغانان وژل، له روسانو وتلو وروسته یې جلال آباد ته وشکیره زرګونه ملکیان یې ووژل، ۱۱ فرقه یې چور کړه آی ایس آی ته ډالی کړه لکه تازي چې ښکار خپل څښتن ته سپاري. چې هغه به اوس چیرې وي؟