تاند، سه شنبه، د میزان ۹مه: وروسته له هغې چې د ټاکنو کمېسیون وویل، له بایومتریک پرته رایې ورسره د اعتبار وړ نه دي، اوس د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي، پر کمېسیون به بې بایومتریکه رایې په زور وشماري.
په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي مسلمیار لنډ ویډیويي کلیپ لاس په لاس کېږي چې په کې نوموړی وايي: (( دوستان راته وايي چې د ټاکنو کمېسیون وايي بې بایومتریکه رایې نه شمارو، د دوی په پلار به یې هم شمارو، دوی د خلکو له ستونزو څه خبر دي؟))
د دغو څرګندونوپه ځواب کې د امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې مشر رحمت الله نبیل بیا توندې نیوکې کړې دي او وايي، د یو قانون څارونکي بنسټ د مشر لپاره دا خبرې واقعا د شرم وړ دي: ((بې بایومتریکه رایې د منلو نه دي، دوی چې پيسې اخستې دي او صندوقونه يې ډک کړي دي، اوس به خود دا ډول څرګندونې کوي، دا د دوی اخلاق دي.))
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ تېره ورځ له یو افغان ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و، بې بایومتریکه او بې بارکوډه رایې به باطلې وګرځوي.
زما په نظر د افغانستان د خلکو رایه مهمه ده چې چاته او په څه ډول یې استعمال کړېده .
بایومتریک یوه تخنیکي موضوع ده ، مونږ له تخنیک نه هغه وخت سمه ګټه اخیستي شو چې په هېواد کې سوله ، امنیت ، برښنا او له دې آلې د استعمال فني ماهرین ولرو. قانونا هېڅ ارګان او یا زورواکی د افغانستان خلک د رایی ورکولو له حق نه نشي محرومولی .
nabil&karzai must stop guzez//afghans come by very difficulty to the election centers.
if biometric sources doesn,t work or no have biometric systems,this is problem of comission/but must have respect to any vote,
power by the peoples.
THANK YOU