تاند- د افغانستان د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار وايي، د بلخ پخوانی والي، عطا محمد نور دې د بدماشۍ پر ځای د هیواد اساسي قانون ته درناوی وکړي.
ښاغلي مسلمیار غوښتنه وکړه چې د بلخ د پخواني والي له لوري راپورته کړای شوې لانجه دې د قانون له لارې حل شي.
د بلخ والي، چې د ولسمشر له لوري یې استعفا منل شوې او رسماً یې پر ځای انجنیر محمد داوود د مرکزي حکومت له لوري ټاکل شوی دی، وايي چې استعفا نه مني او هیڅ قدرت نه شي کولی چې دی د بلخ له ولایته لېري کړي؛ مګر دا چې له ده سرجوړجاړی وشي.
عطا محمد نور د شنبې په ورځ له څو اوونیو وروسته د بلخ ولایت مقام ته لاړ او د ولایت پر چوکۍ کښېناست.
نور یو وار بیا پخوانۍ پټکې تکرار کړې چې څوک یې له ولایته نه شي لېرې کولی.
د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې، چې د والیانو د چارو مسووله ده، د بلخ ولایت ته د عطا محمد نور تګ غیرقانوني وباله.
له بلې خوا د جمعیت ګوند سرچینې وايي چې ژر به د عطا محمد نور د لانجې په اړه له ارګ سره خبرې وکړي.
دا ګوند وايي چې مشر یې صلاح الدین رباني د خپلې کورنۍ د غړیو د لیدو لپاره ترکیې ته تللی او وروسته له دې چې نوموړی کابل ته راغی له ولسمشر سره به په دې اړه خبرې پیل کړي.
ههههه یوه بلا بلی ته وایی اووخ، د قانون زویه تا خپله څومره قانون رعایت کړی؟ له څو تنو ټوپکیانو دې وسله اخیستی، حکومت ته دی سپارلي؟ له تانه خو عطا ښه دی که غلا کوي امنیت یی هم راوستی تاسی خو هم په ګمرک خولې خښې کړي هم په صرافانو، ځمکو او… لنډ په مو صرفه کړې ده؟؟؟ـــ له ننګرهاره موباړه جوړه کړی
موږ که فرض مثال معلم عطا د جمعیت (چی یو اخوانی تنظیم بلل کیږی او لیډران یی له هغوی نه متأثر دی)یو برجسته او د اجرائیی مشر وڅیړو( منحیث مشت نمونه خروار تنظیم های اخوانی) نو وګورو چی تنظیمونه څومره کفایت،تعلیم او تربیه ،ملی اخلاق یا انسانی ټولنی ته مفید،دملت خادم او کارآمد افراد روزلی او څومره د ټولنی د اعتماد وړ کیدای شی.منحیث شاهکار تنظیم یی مطالعه کوو
استاد عطا د جمعیت له نظره یو مقتدر قوماندان او د ځان او تنظیم لپاره ښه انحصارګر دی چی په ۱۶ کالو کی یی وکولی شو د بیت المال، اراضی او ملکیت د دولت، شخصی جایدادونه اکثرا غصب او تر خپلی ګټی لاندی یی راولی او د ولایت ټول مامورین په خپلو روابطو وټاکی.
نن ورځ هم په حکومت کی ځان تابع د جمعیت بولی او د حکومت والی ۱۶ کال د ځان او تنظیم په ګټه کارکوی که اعظمی طور ۲۰٪ خلک د ولایت بلخ له جمعیت سره وی نو ۸۰٪ نور له خدماتو یا د حکومت له ګټی او سهولتونو محروم یا د فاسدو حکامو تر ظلم لاندی راغلی چی دا کار د عطا او جمعیت له نظره قهرمانی او ښی لاسته راوړنی یادیږی خو د دین،علم او انسانیت په معیار انحصار ،ظلم ،خیانت او جهالت دی په اداره د ولایت کی .
اصلا ملت حق لری چی مساویانه بی له تبعیض او انحصار نه د حکومت له خدماتو مستفید شی نو دا ډول مامورین چی دولتی منصب د تنظیم یا شخصی ګټو کی انحصاروی او ملی اخلاق نلری بیا خصوصا لوړ پوستونه، دا کاملا د ۸۰ الی ۹۰٪ ملت سره ظلم دی.
موږ همداسی نور تنظیمی وزیران لیدلی چی یوه قرارداد د روغنیاتو کی ۲۲۵ میلیونه ډالر خوړلی او بیا هغه وزارت چی د جنګ دروند پیټی وردی غاړی دی او همداسی نور تنظیمی کلینر جنرالان چی د جنګ د لمړیو کرښو د مدافعینو ډوډی ، البسه ، مهمات او روغنیات خوری !!! آیا داټول خیانت او فساد، دښمن سره کمک ندی؟ دبدخشان په پیښه کی دعراده جااتو د تیل د خرڅوولو په وجه ، ټول عراده جات او پرسونل یی تلف نشو؟
بیا همداسی نورو ډلو هم ملت ته ښه خاطره نده پریښی ، د اجرایی غړی او مشران رالیږل شوی د سولی لپاره خو دوی کله چی انشعاب او وزارت ته هڅول شوی بیا مادی اړخ ته، ترجیح ورکړ شوی نه صلحی او اتحادته .
نو خلاصه یو کس هم تر اوسه داسی پیدا نشو چی دتنظیم د لیکلی مرام او مسؤلیت سره په حکومتی اداره کی کار او خدمت وکړی که دی سره موافق یاست نو بیا دا ددی ټولو ناوړو او بی کفایتی سره تنظیم ته مشروعیت ورکول فکر کوم چی د متعصبو ملت دښمنو کار دی چی ملت ورباندی تعذیبوی ځکه کوم تنظیم چی صحت نلری او مرض یی هم ساری وی باید ملت تری وژغورل شی چی ژوندی نمونی یی له ګمرکاتو تر ولایت ،وزارت او ریاست پوری لیدل شوی نو آزموده را آزمودن خطاست
او همدا اوس شهکار د تنظیمو عطا سره یی ګز کړی دجزا پر ځای ، سفارتونه او وزارتونه غواړی او بلا تشبیه هرڅه چی ورته وایی لکه پیش کله ای خر یاسین خواندن غوندی بریښی
نو پدی الهی کلام به یی ختمه کړو چی:
أتأمرون الناس بالبر وتنسون انفسکم