تاند- د صدراعظم په توګه د شهباز شریف له ټاکلو سره د مسلم لیګ ګوند له اختلافه وروسته دغه ګوند پرېکړه وکړه چې د پخواني صدراعظم مېرمن کلثوم نواز د صدارت چوکۍ ته ورسوي.
د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند د ملي جرګې پر هغې چوکۍ چې نوازشریف ورڅخه د محکمې له لوري محروم شو، د کلثوم شریف د کاندیداتورۍ اسناد وړاندې کړل.
مخکې ټاکل شوې وه چې شهبازشریف د پنجاب له اعلي وزارته استعفا وکړي او ځان ملي جرګې ته کاندید او له بري وروسته صدراعظم شي.
د پاکستان سترې محکمې د فساد په قضیه کې نوازشریف نه یوازې د صدارت له چوکۍ بلکې د پارلمان له غړیتوبه هم بې برخې کړ.
د نوازشریف ځانګړي سلاکار نن /جمعه/ په لاهور کې وویل، مسلم لیګ پرېکړه کړې چې د ملي جرګې د ۱۲۰ حوزې لپاره د نوازشریف مېرمن کلثوم نواز کاندید کړي.
راتلونکې میاشت به پر دې چوکۍ د مېرمن کلثوم نواز او د عمران خان د تحریک انصاف د مېرمن یاسمین راشد ترمنځ انتخابات وشي.