بدلون

هماغسې لکه چې زموږ د ژوند فزیکي چاپېریال په افراطي بڼه ککړ و چټل دی نو په ورته شکل مو ذهني، ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي محیط هم کثیف دی. داسې چې:

دمګری دا بېل او پېچلی بحث دی چې آیا زموږ داخلي نړۍ له خارجې هغې څخه په تاثیر جوړښت موندلی دی که برعکس؟ خو دا آسانه ویلای شو چې بهرنۍ دنیا مو له دنننۍ هغې سره مستقیماً متناسبه او متقابلاً یوه د بلې څرګندوی ده؛ مثلاً: موږ کورنی نظافت نه مراعتوو، تر صحراګښت وروسته لاسونه په صابون نه مینځو، تر ډوډۍ وروسته او خوب مخکې خوله و غاښونه له کریم سره یو ځای نه برسوو، د کور مخ، کوڅه، سړک، پارک او بل عامه ځای چټلوو او په دې توګه مو خارجي نړۍ د مرداریو په یوه سمبول بدلوو نو د دې یوه ښکاره مانا دا ده چې دا ککړتیا زموږ د ذهن غوښتنه ده ځکه مو په دغه لویه مردارخورګې اصلاً چورت هم نه دی خراب، پایله دا را خېژي چې داخلي تمایلات مو چټلي غواړي او زموږ ذهن پر کثافاتو مین دی او زموږ داخلي جهان هم کثیف دی، ځکه زموږ د ژوند محیط په طبیعي لحاظ چټل نه بلکې خورا پاک و سپیڅلی دی او دا زموږ د چټل ذهن تقاضا ده چې پاک او ښکلی طبیعت په ناولي محیط اړوو؛ ګواکی د خپل ذهن باندني تجسم ننداره کوو، د دې سرچپه رابطه هم صدق کوي ځکه هر انسان چې په مردار چاپېریال کې زیږي او پنځه حواسه یې ۲۴ ساعته له ناولتیاوو سره په تماس کې وي نو د ده ذهن ته له خوا ګرځوونکي بوی او امبارونو له منظرو پرته بل څه نه ور ننوزي، هغه دی چې د وجود دننه دنیا مو هم په یوه نه لیدونکې کثافتدانۍ بدلیږي.

اوس نو د دغې کثافتدانۍ له منځه را پورته کېدونکی هر خیال و فکر به بوین، بدرنګ او بدخوند وي.

راځئ خبره یو څه نوره هم سره وغځوو؛ د دغسې کثیف ذهن زېږنده هر کلتوري ارزښت، هر ټولنیز معیار، هره اقتصادي تیوري او هر سیاسي اصل به د انساني ښېرازۍ له هڅو سره په هېڅ توګه مرسته ونشي کولای، هیله ده چې دې مسلې ته یو څه جدې او ژور فکر وکړو، تاسو وګورئ! آیا دا خبري زموږ په ورځني ژوندانه کې هره شېبه د درک او تماشې وړ نه دي؟

په دغسې یوه هراړخیز لړلي فزیکي- ذهني چاپېرچل کې طبعاً چې موږ خپل تنفسي سیسټم نه شو درولای، اړ یو چې په خپل شاوخوا کې ټول فکري- محیطي زهر تنفس کړو او دا هم طبیعي ده چې دغه زهر به مو مسموموي.

که مو تر دې ځایه خبره منطقي را رسولې وي نو بیا به ضرور پر دې نتیجه ګيرۍ سره موافق یو چې موږ یو مسموم نسل یو.

زموږ له ټولو لویو دعوو سره – سره بیا هم زموږ ذهني و عیني دنیاوې دواړې کنډواله دي.

موږ ادعا کوو چې زموږ پنځه زره کلن اصیل فرهنګ زموږ د ژوند هرې اړتیا ته جواب ویونکی دی؛ موږ شعار ورکوو چې د اسلام په مبارک دین کې هرې انساني مسلې ته د حل حتمي منطقي لار شته خو بیا هم د دغو لویو ارزښتو د لرلو سره – سره مو ظاهر و باطن دواړ، متعفین او پلیت دي دا ځکه چې موږ مسموم یو؛ د همدغه دننه و دباندې هماهنګې چټلې دنیا په تعفن او بد بوی بېهوښه یو، خبرې، تیورۍ او شعارونه مو اپلتو، هزلیاتو او خرافاتو ته پاتېږي.

زموږ هم په فردي او هم جمعي توګه همدغه حال دی او دا حال بدلول غواړي ځکه په فزیکي ډول زموږ چټلې کوڅي و بازارونه او په ذهني شکل مو وران و کرغېړن کړه وړ، راشه درشه او اړیکي لوی شرم او د انسانیت پرلمن د خجالت کثیف داغ دی، د دې شرم و خجالت احساس مسموم نسل نشي کولای، موږ باید اول ځان، هم د فرد او هم اجتماع په صفت له دغه مسمومیته را وباسو او خپل ذهني وعیني ژوند د لوړو متمدنو او انساني معیارو پر پخو بنسټو عیار کاندو؛ بدلون باید له همدغه ټکي را پیل کاندو او خپله یې راپیل کاندو ځکه تر اوسه لا په انساني تاریخ کې داسې یوه تجربه نه ده ثبت شوې چې یوه ملت دې پر بل زړه سوځولی وي او د اساسي تغیر واټ ته دي یې ور برابر کړی وي، البته که یو نیم دا ډول بېلګې وي لکه تر دوهم نړیوال جنګ وروسته د امریکا له خوا د اروپا لپاره مارشال پلان تطبیق نو باید آسانه یوه شو چې د هغه تر شا ډېر شمېر غرضونه پټ ول.

او دا یو الهي سنت هم دی چې ان خدای تعالی(ج) هم د چا په ژوند كې بدلون نه راولي تر هغه چې یو فرد یا ملت خپله په ځان کې د تغیر اراده ونه مومي.

ودان افغانستان ګوند په افغانستان کې د دا ډول بنیادي بدلون عصري، علمې-عملې تیوري ده جې باید په پلي کېدا سره یې خپل او راتلونکي نسلونه له مسمومېدو خلاص او د انساني ښېرازه او با عزته ژوندانه و مسیر ته یې سیخ کاندو.

راځئ چې د ذهني و محیطي کثافاتو پاکول راپیل کړو!

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۳) ګڼه\ چارشنبه\کب ۶\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *