بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله و الصلاة و السلام على رسول الله , أمابعد :
پدې ليکنه کې مو لاندې دعاګانې را ټولې کړي دي :
۱ – د سهار او ماښام دعاګانې .
۲ – سيد الاستغفار .
۳- د سهار او ماښام له لمانځه نه وروسته دعاګانې .
۴- د شپې او ورځې دعاګانې .
۵ – د خوب ، او له خوب نه د را پورته کېدلو دعاګانې .
۶- د جامو اغوستلو او وېستلو دعاګانې .
۷- د ډوډۍ د وخت دعاګانې .
۸- د مجلس د ختمېدو دعا .
۹- له کور نه د وتلو او ننوتلو دعا .
۱۰ مسجد ته د ننوتلو او را وتلو دعا .
۱۱-تشناب ته د ننوتلو او راوتلو دعا .
۱۲ – د کور والي دعا .
۱۳ – د اودس د پيل او پای دعا .
۱۴ -له قرض او غمونو نه د خلاصون دعا .
۱۵ – له جادو ، پېريانو او شيطانانو نه د خلاصون دعا .
۱۶ – د مصيبت ځپلي د ليدلو دعا .
۱۷ – د سفر او رخصتېدو دعاګانې .
۱۸ -په بازار کې د يوې دعا ډېر ثواب .
۱۹ – د اذان جواب .
۲۰ – له اذان نه وروسته دعا .
۲۱ – له اذان نه وروسته د مشهورې دعا الفاظ .
د حفاظت دعاګانې :
له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې هر سهار او هر ماښام درې وارې :بسم اللهِ الذِيْ لَا يَضُرُّ مَعَ اِسْمِهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَهُوَ السَّمِيْعُ الْعَلِيْمُ ، اووايي – نو هېڅ شی به ضرر ورته ونه رسوي . ( ترمذي ) په مسند احمد کې راغلي دي چې : کوم ناڅاپه آفت به پرې رانشي .
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له کور نه اوځي او دا دعا اووايي چې : (بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ ) نو ده ته به ( د الله تعالی له لوري ) اوويل شي ( يعنې يوه ملايکه به آواز ورته وکړي چې ای د خدای بنده !) : تاته سمه لاره در اوښودل شوه ، او ستا مشکلات حل کړی شو ، او د د ښمنانو له ضرر څخه وساتل شوې ، او شيطانان هم ور څخه لرې شي .
يو بل شيطان ( به ) دې شيطان ته وايي چې څنګه به هغه انسان ته ضرر ورسوې ( بې لارې به يې کړې ) چې هغه ته ( دالله له لوري ) لاره وښودل شوه ، او مشکلات يې حل کړی شو ، او د دښمنانو له شر څخه په امان شو . ( أبوداود ، ترمذي ، نسائي )
د سهار او ماښام دعاګانې :
له هر آفتاو مصيبت نه د خلاصون دعا :
له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې هر سهار او هر ماښام درې وارې :بسم اللهِ الذِيْ لَا يَضُرُّ مَعَ اِسْمِهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَهُوَ السَّمِيْعُ الْعَلِيْمُ ، اووايي – نو هېڅ شی به ضرر ورته ونه رسوي . ( ترمذي ) په مسند احمد کې راغلي دي چې : کوم ناڅاپه آفت به پرې رانشي .
د لړم او نورو له چيچلو نه د خلاصون دعا :
سُهَيْل بن ابي صالح له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د شپې درې وارې دا دعا اووايي : أَعُوْذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ نو د کوم شي چيچل به ضرر ورته ونه رسوي .سهيل وايي چې : زمونږ کورنۍ دا دعا زده کړې وه ، او هر شپه به يې ويله ، بيا زمونږ د کور يوه نجلۍ لړم وچيچله خو هېڅ د درد احساس يې ونکړو ( مسند أحمد) عن سهيل بن أبي صالح عن أبيه عن أبي هريرة قال : قال النبي صلى الله عليه و سلم : من قال إذا أمسى ثلاث مرات: أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق -لم تضره حُمة تلك الليلة. قال : فكان أهلنا قد تعلموها فكانوا يقولونها ، فلدغت جارية منهم فلم تجد لها وجعا ( مسند أحمد ) الحُمَة بالتخفيف : السَّمُّ وقد يُشَدّد وأنكره الأزهري ويُطْلَق على إبْرة العَقْرب للمُجاورة لأنّ السَّم منها يَخْرج ( النهاية في غريب الأثر للجزري )
ثوابونه او د شهيد مرتبه :
معقل بن يسار رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې سهار درې وارې دا دعا اووايي : أعوذُ باللهِ السّميعِ الْعَلِيْمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ ، بيا د سورت حشر آخري درې آيتونه اووايي نو الله جل جلاله به اويا زره ملايکې مقررې کړي چې تر ماښامه پورې دې کس ته درحمت دعاګانې وکړي ، او که پدې ورځ باندې مړ شي نو شهيد به وي ( يعنې الله تعالی به د شهيدانو مرتبه ورکړي ) او څوک يې چې ماښام اووايي نو همدومره ثواب لري . ( ترمذي )
د سورت حشر آخري درې آيتونه دادي : هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ () هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ () هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ () ( الحشر : ۲۲ ، ۲۳ ، ۲۴ )
د قيامت د خوښيو دعا :
ابو سلام رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې سهار او ماښام درې وارې دا اوايي چې : رَضِيْتُ بِاللهِ رَبًّا وَ بِالْإِسْلَامِ دِيْنًا وَبِمُحَمَّدٍ نَبِيًّا – نو دا بيا د الله تعالی ذمه ده چې د قيامت په ورځ به دا سړی خوشحاله کوي . ( ابن ماجه )ابو سعيد الخدري رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې دا اووايي نو د هغه لپاره جنت واجب شو .(ابوداؤد)
سيد الاستغفار :
اَللّهُمَّ أَنْتَ رَبِّيْ لا إِلهَ إِلَّا أَنْتَ خَلَقْتَنِيْ وَ أَنَا عَبْدُكَ وَ أَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَ وَعْدِكَ مَا اِسْتَطَعْتُ أَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ أَبُوْءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَ أَبُوْءُ لَكَ بِذَنْبِيْ فَاغْفِرْ لِيْ فَإِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوْبَ إِلَّا أَنْتَ .
شداد بن اوس له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې : څوک چې دا ( دعا ) په يقين سره د ورځې اووايي او بيا( که ) په هغې ورځ له ماښام نه مخکې مړ شي نو دا کس به جنتي وي ، او که يې د شپې اووايي او بيا ( که ) په هغې شپه له سهار نه مخکې مړ شي ، نو دا کس به جنتي وي . ( بخاري ) د ترمذي په روايت کې راغلي چې : د دې کس لپاره جنت واجب شو .
عن شداد بن أوس رضي الله عنه : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : سيد الاستغفار أن تقول اَللّهُمَّ أَنْتَ رَبِّيْ لا إِلهَ إِلَّا أَنْتَ خَلَقْتَنِيْ وَ أَنَا عَبْدُكَ وَ أَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَ وَعْدِكَ مَا اِسْتَطَعْتُ أَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ أَبُوْءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَ أَبُوْءُ لَكَ بِذَنْبِيْ فَاغْفِرْ لِيْ فَإِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوْبَ إِلَّا أَنْتَ . قال ومن قالها من النهار موقنا بها فمات من يومه قبل أن يمسي فهو من أهل الجنة ومن قالها من الليل وهو موقن بها فمات قبل أن يصبح فهو من أهل الجنة . ( رواه البخاري ، و الترمذي إلا أنه قال : لا يقولها أحدكم حين يمسي فيأتي عليه قدر قبل أن يصبح إلا وجبت له الجنة ولا يقولها حين يصبح فيأتي عليه قدر قبل أن يمسي إلا وجبت له الجنة .
دوام لري
خدای پاک د اجر درکړی.