د شیخ مصلح الدین سعدي دغه بیتونه خورا مشهور دي:
بني ادم اعضای یکدیګر اند
که در آفرینش ز یک جوهر اند
چو عضوی به درد آورد روزګار
دیګر عضو ها را نماند قرار
دغو بیتونو ته که د هنري تلازماتو له دیده وګورو نو داسې څه به په کې ونه مومو چې هنري ارزښت ولري خو بیا هم دې بیتونو د ډېرو خلکو زړونو ته لاره کړې ده، ولې؟ ځکه چې عالي انساني پیغام په کې پروت دی. له دې ښکاري چې پيغام په هنر کې مهم ځای لري.
اوس راځئ داسې وانګېرو چې دا بیتونه سعدي نه بلکې چنګېز ویلي دي. که دا د چنګېز بیتونه وای نو بیا به هم همدومره اغېزناک وو؟ چنګېز داسې خونکار جنګیالی و چې په ځینو سیمو کې يې ټول ژوندي سري له تېغه تېر کړي دي ان دا چې د مېرمنو له نسه یې بچي راایستلي او وژلي دي. که چا ته د چنګېز دا ظلمونه څرګند وي او څوک ورته ووايي چې چنګېز په دې بیتونو کې د انسانیت او بشردوستۍ پیغام ورکړی دی نو هغه به بیتونو ته په کومه سترګه وګوري؟
دغه بل بیت وګورئ:
لا تر اوسه یې ماغزه په کرار نه دي
چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی
دا د خوشحال بابا بیت دی، هغه د تورې سړی و، له مغلو سره يې ډېر جنګونه کړي وو، نو که هغه د تورې خبره کوي سړي ته خوند ورکوي خو که همدا بیت رحمان بابا ویلی وای زموږ قضاوت به داسې نه و. رحمان بابا عارف سړی و نو ځکه يې پیغامونه هم له عرفان او له اسلام سره تړلي دي. لوی شاعران په پیغام کې د زړه خبره کوي، د دوی وینا او عمل سره غاړه غړۍ وي.
زموږ ځینې شاعران د پیغام په برخه کې د دې مثالونو اپوټه دي. يوه ورځ د نظامي اکاډمۍ په يونیفورم کې یوه شاعر د افغان ادبي بهیر په مشاعره کې داسې شعر ولوست چې ته وا دی طالب دی او همدا اوس له مورچله درسره خبرې کوي، ده ويل: ((سپینې ماڼۍ ته به دې اور واچوم))
یو بل شاعر ملګری مې دی، په کابل کې هوسا ژوند لري، لوکسه دریشي اغوندي، ما غوندې چټ پټ خرييلې ږيره ګرځي، د کابل له ارام او سوله ییز ژونده خوند اخلي، په یوه دفتر کې کار کوي، اېرکانډېشن ورته چالان وي، انټرنټ ته ناست وي او مزې کوي خو په شعرونو کې اجنبي ګواښوي، توره ستايي، د جنګیالیو صفتونه کوي او له وطنه د پردیو د شړلو اواز اوچتوي. د ده ځینې شعرونه داسې پیغامونه لري چې ممکن احساساتي ځوانان تر اغېز لاندې راولي او خطرناکو کارونو ته يې وهڅوي، حال دا چې شاعر هېڅکله دا نه غواړي.
یو خو له لویه سره شعر او شعار دواړه پر ځوانانو باندې زر اثر کوي او له بلې خوا زموږ ځوانان چې د اوږدې جګړې په منځ کې رالوی شوي دي، په اروایي لحاظ لازم ټیکاو نه لري نو ممکن عجولانه او د احساساتو تر اغېز لاندې تصمیم ونیسي او داسې چارې ته لاس پورې کړي چې هم ځان او هم نور ورباندې تباه کاندي.
موږ وینو چې ترهګرې ډلې د تنکيو ځوانانو له احساساتو ناوړه استفاده کوي او په دوی باندې ځانمرګي بریدونه کوي. دغه زلمکي د پټرولو ډبکې ته ورته دي چې د چاودنې لپاره محض یوه سپرغۍ غواړي. که شاعر خپلې وینا ته سوچ ونه کړي دی هم په ناشعوري توګه همدا کار کوي.
که دغسې شعرونه هغه څوک ولیکي چې په واقعي ژوند کې هم له طالبانو سره ولاړ وي او د هغوی پر پله باندې پل کېږدي نو پيغام يې که هر څومره له خشونته ډک وي، چې هر څومره مرګوني پیغامونه ولري بیا به هم سړی ګيله ځنې نه کوي، وایي به چې له هغه تر دې زیاته تمه نه شو کولی، خو هغه کس چې په زړه کې سوله ییز ژوند خوښوي او په خوله د تورې شرنګ یادوي، ښه کار نه کوي. دا له انصافه لرې ده چې سړی دې ځان ته ژوند وغواړي او نورو ته مرګ. شاعر د خپل پیغام په وړاندې مسوول دی، که د شاعر شعر د چا د مرګ سبب ګرځي، دی به د قاتل حیثیت ولري. شعر د انسان له عواطفو او احساساتو سره کار لري، شاعر باید تر نورو وګړو ډېر عاطفي انسان وي. عاطفه له مرګه کرکه لري، عاطفه سړی مینې ته هڅوي او د ژوند د بقا لپاره خدمت کوي. شاعر ته نه ښايي چې انسان ته د مرګ پیغام ورکړي.
نو راځئ مخکې له دې چې چا ته وینا وکړو، د هغې پر عواقبو باندې فکر وکړو او خلکو ته مسوولانه پیغام ورکړو.