سالنګ

تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: د اوبو او انرژۍ وزارت په هېواد کې د واورې د ورېدو په موسم کې د تغییر خبر ورکړی او وايي، سږ کال له خپله وخته یوه میاشت وړاندې په افغانستان کې واورې وشوې.

 د اوبو او انرژۍ وزارت تاند ته په دې اړه استولې خبرپاڼه کې ویلي، موندنې یې ښيي چې د هېواد پینځو سیندیز حوزو کې د میزان له دیارلسمې راهیسې ژمني بارانونه او واورې پيل شوې دي.

 خبرپاڼه وايي، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، بامیان، پکتیا، میدان‌وردک، لغمان، کونړ، نورستان، پروان او کابل هغه ولایتونه دي چې  میزان له ۱۳مې راهیسې د واورو او بارانونو شاهدان دي.

 همدا راز د دغه وزارت اړوند د اوبو د زېرمو ریاست وايي، په افغانستان کې له درې نیم زره متره څخه په لوړه ارتفاع لرونکو ولایتونو لکه بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، نورستان او پکتیا کې واورې شوې دي، خو له دې څخه ټیټو سیمو کې بیا ژمني بارانونه روان دي.

خبرپاڼه د اوبو د زېرمو ریاست په حواله وايي، د میزان له ۱۳مې راهیسې په شمالي سالنګونو کې ۷۵ سانتي، په جنوبي سالنګ کې ۵۰ سانتي، پر حاجي ګک کوتل ۱۵ سانتي او په ګردن دېوال سیمه ۳ سانتي واوره شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت په حواله دا په داسې حال کې ده چې تېر کال ژمنۍ واورې د عقرب په ۱۳مه، په ۱۳۹۶ کال د عقرب په ۲۴مه او د ۱۳۹۵ کال د قوس په دویمه واورې پيل شوې وې، خو سږکال دا موسم یوه میاشت راوړاندې شوی دی.

 یاد وزارت وايي، له وخته مخکې واورې ښيي چې د افغانستان آب و هوا هم اقلیمي بدلون ژور تاثیر کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *