تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: امنیتي مسوولین وایي وسله وال طالبان په کندهار کې د تاوتريخوالي کمښت ته ژمن نه دي

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو دریو ورځو کې په بشپړ ډول د تاوتريخوالي د کمښت پرېکړه عملي کړې خو وسله والو طالبانو د تاوتريخوالي د کمښت په ددریو ورځو کي د کندهار په ښورابک، شاوليکوټ او معروف ولسوالیو کې پرلپسې سرغړونې کړي او د افغان ځواکونو پر اکمالاتي کاروانونو يې بريدونه کړي دي.

بارکزی وایي افغان امنیتي ځواکونه د سولې هرې هڅې ملاتړ کوي، خو په خبره يې د اصولو د نه مراعت په صورت کې غبرګون حتمي وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي، هر ډز یې باید سرغړونه ونه بلل شي او دوی کوم عام اوربند نه دی اعلان کړی.

د تاند د معلوماتو له مخې طالبانو په تېرو دریو ورځو کې په کندهار، ارزګان، کندوز، بغلان او نورو ولایتونو کې د نسبي اوربند په لومړۍ ورځ ۱۰، په دویمه ورځ ۳ او په دریمه ورځ ۵ ولایتونو کې ۶ بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې نن په زابل کې د ملي اردو ۴ سرتېري په یوه چاودذنه کې ووژل شول.

د زابل ولایتي اداره وايي، دا پېښه سهار مهال د زابل په ارغنداب ولسوالي کې وشوه.

دا د جمعې له ورځې، چې د تاوتریخوالي کمېدا اعلان شوې، په زابل کې لومړنۍ پېښه ده.

له بلې خوا د اروزګان چارواکي وايي، د دې ولایت په خاص ارزګان ولسوالي کې طالبانو د داعش په نوم بریدونه کوي.

د دوی په وینا، دغه وسله وال چې مخکې طالبان وو اوس يي په سیمه کې د داعش توربیرغونه پورته کړي دي. خو طالبان دا ادعا ردوي. 

2 thoughts on “مسوولان: طالبان په کندهار کې د نسبي اوربند له ژمنې سرغړونه کوي”
  1. هغوی چې په خپل قول او عهد وفا نه کوي ، د اسلام مبارک دین کې ورته منافق ویل کیږي. منافقین به د دوزخ په ټیټه کنده کې وي. خپل مسلمان ورور وژل چې په هر دلیل وي داسې ده لکه چې ټول بشریت یې وژلي وي. طالبان خود کش ، بېګانه پرور دي.

  2. ښاغلي حسن سلام
    دا کومه يادهونه چي تاسو پورته ليکللی که په د تاليبانو او دا تش په نامه سياسيونو ايمان او عقيده درلودلاي نن به په افغانستان کي کراره کراري واي
    دغو خلکو د اسلام دين يواځي د سياست اله کرزولي نه دمسلماني او دينداري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *