تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د مشرانو جرګې د هغې نیوکې په ځواب کې چې وایي حکومت د امریکايي پوهنتون ځمکه پلورلې ده، وايي، دا ځمکه د کابل پوهنتون او کرنې وزارت ګډه ځمکه وه چې په ۱۳۸۲ کال د انتقالي حکومت لخوا امریکايي پوهنتون ته د ۹۹ کلونو لپاره مفته ورکول شوې ده.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې تاند ته لیکي چې د دغې ځمکې په تړاو یې پلټنې روانې دي او دوسیه یې د لویې څارنوالۍ د درنو جرمونو څانګې ته استولې ده.

د ښارجوړونې وزارت وايي، دوی ځمکې نه دي پلورلي بلکې په تېرو ۵ کلونو کې یې ۵۰۰ جریبه ځمکه ټول هېواد کې له غصب راګرځولې، د ۱۸۸۲۳ غاصبانو لیست یې جوړ کړی چې له دې منځه د ۱۵۸۳۲ کسانو دوسیې عدلي او قضايي بنسټونو ته استول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د مشرانو جرګې ځینو غړو تور ولګاوه چې امریکايي پوهنتون په دارالامان ساحه کې د کابل پوهنتون ۷۴ جریبه او د کرنې وزارت اړوند ۱۲۰ جریبه ځمکه په غیر قانوني ډول ولکه کړې ده.

سناتورانو ویلي چې دا ځمکه د حکومتي کړیو له لوري پر امریکايي پوهنتون پلورل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *