ارجنټايني ليونل مسي چې په فوټبال کې يې تراوسه ساری کم ليدل شوی، دا ځل په يوه کم ساري حرکت سره خپل مينوال نور هم حيران کړل. مسي د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (UNICEF) ته 4.5 ميليونه ډالر خيرات کړې. 28 کلن مسي چې له بارسلونا ښار څخه د ويډيو له لارې يې دغه پيسې اعلانولې، يادې ادارې ته خپلې نېکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړې او په راتلونکي کې يې هم د ورته مرستو ټټر وواهه.

د 2015 ز. کال فيفا سياليو کې د جرمني پر وړاندې د ارجنټاين ماتې، د مسي مينوالو قهر راپارولی و. همدې خبرې ته په اشاره د ارجنټاين فوټبال ملي لوبډلې روزونکي جيرارډ مارټينو وويل: که زه د مسي پرځای وای، هيڅکله به نور د ارجنټاين لپاره نه وای لوبېدلې، او ددې پرځای به د بارسلونا لپاره لوبېدلی.

د يادونې وړ ده چې مسي د هسپانيا غوره ليګ سياليو کې د بارسلونا کلب لپاره لوبېږي او د خپلو شتمنيو يوه زياته برخه له همدې کلب او نورو سوداګريزو شرکتونو څخه لاسته راوړي.

By Samoon

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *