مسکا تر هر څه ارزانه ده؛ خو که غواړی چې ښکلې څېره ولری مسکي و اوسئ.
که مثبت فکر کوی، ملګري به مو ډېر وي او له تاسو سره د وخت له تېرولو به خوند اخلي.
د هغو نعمتونو په اړه فکر وکړئ چې همدا اوس یې لرئ، نه د هغو مصیبتونو په اړه چې در باندې تېر شوي دي.
هره خبره په کافي اندازه تکرار کړئ څو په حقیقت بدله شي.
موږ هماغه څه ته رسېږو چې په اړه یې فکر کوو، نو په ذهن کې مو لویو افکارو ته ځای ورکړئ.
ځان مو پاک ساتئ، ځکه تاسو هغه دریڅه یی چې نړۍ ته ترې ګوری.
ځان مو له دريو ناروغيو (کينې، حسادت او حقارت) څخه وساتئ.
دعا کولای شي چې له هرې شپې وروسته تاسو ژوندي را پورته کړي او هره ورځ مو په خوښۍ تېره کړي.
هېڅکله ناهیلې کوونکې او داسې خبرې مه کوئ، چې ګواکې ماتې مو خوړلې ده؛ تل د هیلې، باور، ایمان او بریا خبرې کوئ.
